Book Name:Walidain-e-Mustafa
د حُضُورِ اكرَم نيكه حضرت عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه د خپل ځوئ قربانولو د پاره تيار دے خو د قُريشو سرداران رُكاوَټ جوړ شو، خبرې اوګږدې شوے، آخر دا فيصله اوشوه چې د ”خَيبَر“ اوسيدونكے يو کس (كوم چې هغه وخت په رائجو علومو كښې ډير ماهر وو هغه) به فيصله اوكړي. ټول خيبر ته اورسيدل، هغه کس ته ئې ټوله خبره اوكړه، هغه چې پوره واقعه واوريدله نو د يوے ورځې مُهلَت ئې اوغوښتلو، بيا صبا له ئې خپله فيصله واوروله، هغه اُووئيل: اے د مكے خلقو! ستاسو په ځائے کښې دِيَت (يعني د مړي د وينې فِديه) څومره ده؟ هغوئي اووئيل: لس اوښان. هغه علم لرونکي کس اووئيل: مكے ته بيرته لاړ شئ او د عبدُ الله اَو د لسو اوښانو په مينځ كښې قُرعه اندازي اوكړئ، كه د عبدُ الله نوم را اووتلو نو د اوښانو شمير زيات كړئ، تر څو پورې چې په قُرعه اندازئ كښې د اوښانو نوم نه وي راغلے، د اوښانو شمير زياتوئ، چې كله د اوښانو نوم را اوخيژي نو پوهه شئ چې د عبدُ الله په فِديه كښې د دومره اوښانو په قُربانولو باندې ستاسو ربّ راضي دے. ټولو دا فيصله اومنله، چنانچه ټول مكے مكرمے ته بيرته راغلل او قُرعه اندازي شروع شوه، اوَّل لس، بيا شل، بيا په ديرشو اوښانو باندې قُرعه اندازي اوشوه، هر ځل به د عبدُ الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نوم راوتلو، په قُرعه اندازئ كولو كولو چې د اوښانو شمير سلو ته اورسيدو نو په قُرعه اندازئ كښې د اوښانو نوم را اُووَتلو، قُريشو اووئيل: بس! اے عَبْدُ المُطَّلِب! ستاسو ربّ په سلو اوښانو باندې راضي دے. حضرت عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه اوفرمائيل: زه مُطْمَئِن نه يم، وَاللهِ (يعني په الله مې دِ قَسَم وي)! زه به درې ځله قُرعه اچووم. چنانچه درې ځله قُرعه اندازي اوشوه او دريواړه ځله د سلو اوښانو نوم را اووتلو. نو هله حضرت عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه