Book Name:Walidain-e-Mustafa
بارګاه كښې ئې عرض اوكړو: يَـا اِلٰـهي! ما د يو بچي قربانولو منښته كړى ده، ته چې كوم خوښوے، په قُرعه اندازئ كښې د هغه نوم را اوباسې. ([1])
د خوږ نبـي والِدِ ماجِد حضرت عَبْدُ الله رَضِیَ الله عَنْه په ټولو ورونړو كښې وړوكے هم وو او حضرت عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه ته د ټولو نه زيات ګران هم وو خو د الله پاك قُدرَت ته اوګورئ چې په قُرعه اندازئ كښې د حضرت عَبْدُ الله رَضِیَ الله عَنْه نوم را اُوختلو. الله! الله...!! حضرت عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه خپل ربّ سره كړي وعده پوره كولو د پاره پوره جذبه کښې وو، د ”الله د مَحبَّت“ پرې دومره غلبه چې په يو لاس ئې د حضرت عَبْدُ الله رَضِیَ الله عَنْه مټ اونيولو او په بل لاس كښې ئې چاړه را واخستله او د منښتې پوره كولو د پاره تيار شو.
اے عاشقانِ رَسُول! ځوئ او هغه هم د ټولو نه خوږ، او بيا په خپلو لاسو ذبح كول، زړه دا څنګه برداشت كولے شي خو قربان شم چې! د دې خاندان عجيبه شان دے! په سوونو كاله وړاندې د دې خاندان د نيكونو نيكه حضرت اِبراهيم خَلِيلُ الله عَلَيْهِ السَّلام د عربو په دې شګلنه زمكه باندې د الله د مَحبَّت په غلبه کښې د خپل خوږ شهزاده حضرت اسماعيل عَلَيْهِ السَّلام په مرئ چاړه ايښودي وه او د الله پاك د مَحبَّت په ازميښت كښې كامياب شوے وو او ټول جهانونه ئې حيران کړي وو، نن د هغوئي شهزاده عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه بيا د هُم هغه قِصَّے تازه كولو د پاره تيار دے، الله! الله!....!! نه ئې په تَندي کښې څه ګونجه، نه ئې په سترګو كښې څه لـمدوالے، اګرچې د پلار زړه دے خو د الله په عِشق كښې داسې مضبوط دے چې نه ئې د زړه حَرَكت بےواره كيږي او نه ئې لاس رپيږي، او ورسره حضرت عَبْدُ الله رَضِیَ الله عَنْه ته اوګورئ! د الله پاك په مَحبَّت