Book Name:Walidain-e-Mustafa
کښې داسې فنا وو چې نه څه خطر لري او نه څه وِيره، په تندي مبارک کښې ئې د خوږ آقا، سُلطانِ دوجهان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور ځليږي او د خپل نيكه حضرت اسماعيل عَلَيْهِ السَّلام په سُنَّتو باندې عمل كولو د پاره مكمل تيار دے.
نِزدې وه چې حضرت عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه د خپل خوږ شهزاده په مرئ چاړه راښكلے وے او منښته ئې پوره كړے وے او زمكه او اسمان ئې حيران كړي وے خو د قريشو سرداران په مينځ کښې راغلل او په ډيره عاجزئ او مِنَّت زارئ ئې عرض اوكړو: اے سرداره! د څه اراده لرې؟ هغوئي اوفرمائيل: خپل ځوئ قربانووم. هغوئي اووئيل: مونږ به تاسو هيڅ كله داسې كولو ته پريږ نه دو، تاسو د خپل ربّ په بارګاه كښې عُذر پيش كړئ! نن که تاسو ځوئ قربان كړو نو ټول به ستاسو پيروي کوي او هم دا طريقه به رائج شي. ([1]) حضرت عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه په ډيره زياته جذبه كښې اوفرمائيل:
عَاهَدْتُهٗ وَاَنَا مُوْفٍ عَهْدَهٗ وَاللّٰهِ لَا يُحْمَدُ شَيْءٌ حَمِدَهٗ
د الله پاك د حمد و ثنا په شان حمد و ثنا د بل چا نشته، په الله مې دِ قَسَم وي! زه به د خپل ربّ كريم سره کړي وعده ضرور پوره كووم.
اِذَا كَانَ مَوْلَايَ وَكُنْتُ عَبْدَهٗ نَذَرْتُ نَذْرًا لَا اُحِبُّ رَدَّهُ
هغه زما مولا دے، زه د هغه بنده يم او ما د هغه د پاره منښته کړي ده، نو زه د هغې خلاف كول نه خوښووم.
وَلَا اُحِبُّ اَنْ اُعِيْشَ بَعْدَهٗ([2])
كه زه داسې اوكړم [يعني وعده پوره نه کړم] نو بيا زه د ژوند هيڅ شوق نه لرم.