Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail

حالانکې پۀ دُنيا کښې چې چرته هم، پۀ کومه سيمه کښې، که د ډير عمر نه پس هم څوک وفات شي نو اِنَّا ‌لِلَّهِ ‌وَاِنَّا اِلَيْهِ رَاجِعُوْنَ وئيلے کيږي، د خپلوانو سره يـې لاس نيوه کولے شي، غمرازي کولے شي خو پۀ مدينه منوره کښې د وفات کيدو خبره بدله ده، څوک چې پۀ مدينه منوره کښې وفات شي، پۀ هغۀ باندې د غم کولو پۀ ځائے، عاشقانِ رسول رَشک کوي۔

یہاں رہ کے جینا ہے مرنے سے بدتَر                                                       وہاں جا کے  مرنا ہے، جینے سے بہتر

میسر جو ہو اُن کے قدموں میں رہ کر                                                                       وہی زندگی اصل میں زندگی ہے

مدينه منوره ښکلې ده

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مدينه منوره ډير د عظمت والا، ډيره د برکتونو والا، د فضيلتونو والا ښکلے ښکلے، خوږ خوږ ښار دے۔ الله پاک د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قيام د پاره پخپله د دې پاک ښار انتخاب وفرمائيلو او دې طرف ته يـې د هجرت کولو حکم وکړو۔ پۀ قرآنِ کريم کښې دي:

وَ الَّذِیْنَ ھَاجَرُوْا فِی اللّٰہِ  مِنْۢ  بَعْدِ مَا ظُلِمُوْا لَـنُبَوِّئَنَّہُمْ فِی الدُّنْیَا حَسَنَۃً ؕ

(پارہ: 14، سورۀ نحل:41)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او کومو خلقو چې د الله پۀ لاره کښې خپل کورونه پريښودل پس د هغې نه چې پۀ هغوئي ظُلم وکړے شو نو مونږ به ضرور هغوئي ته پۀ دُنيا کښې ښه ځائے ورکوو۔

پۀ تفسيرِ طبري کښې دي: امام شعبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ دې آيت مبارک کښې د حَسَنه نه مُراد زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلې ښکلې مدينه منوره مُراد ده۔ ([1])


 

 



[1]... تفسیرِ طبری، پارہ:14، سورۂ نحل، زیرآیت:41، جلد:7، صفحہ:585، رقم:21591 ۔