Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail
عاشقِ مصطفےٰ ضِیاءُ الدِّین زَاہِد و پَارسا ضِیاءُ الدِّین
تم کو قُطبِ مدینہ یامُرشِد! علما نے کہا ضِیاءُ الدِّین
د عاشق جنازه ده چې لږه پۀ درناوي سره اوچته شي۔۔۔!!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! سيدي قُطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ مدينه منوره کښې اوسيدو، هم دلته د وفات کيدو، پۀ بقيعِ پاک کښې د دفن کيدو ډير ارماني وو، پۀ دې ارمان باندې هغوئي د 70 کالو نه زياته موده پۀ مدينه منوره کښې تيره کړله، اخر د رښتوني عاشقِ رسول رښتونے ارمان پوره شو۔ سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل عاشق پۀ خپلو ښپو کښې قبول کړو۔
پۀ څلورم ذُو الـحج، کال 1401ھ (بمطابق 10 فروري، 1981ء) د جُمعې پۀ ورځ د مسجدِ نبوي شريف مؤذِن چې کله اللهُ اکبر، اللهُ اکبر ووئيل او اذان يـې شروع کړو نو هم د دې سره سيدي قطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کلمه مبارکه ولوستله او هغوئي د دې دُنيا نه يـې رِحلت وکړو۔
د جُمعې د نـمونځ نه پس د غسل او کفن سلسله وشوه، د سر مبارک لاندې يـې د حُجرې مبارکې (يعنې د شنو جنګلو د دننه حصې) خاوره مبارکه کيښودے شوه، د حجرې مبارکې غِلاف او د کعبې شريفې د غِلاف ټوټې يـې د سينې مبارکې د پاسه کيښودے شوې، د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دربار څادرونه پرې کيښودے شو، د مازديګر د نـمانځه نه پس د درود او سلام لوستلو سره جنازه راواخستے شوه، د جنازې کولو نه پس هغوئي د مُواجَهَه شريف (يعنې د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخ مبارک) مخې ته پيش کړے شو۔ عاشقانِ رسول د درود او سلام نذرانې وړاندې کولې، هٰغه وخت پۀ جنازه باندې عجيبه وَجداني کيفيت راخور وو، د هغې نه پس جنازه د خوږ محبوب ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښپو ته حاضره کړے شوه، دلته هم د درود او سلام نذرانې پيش کړے شوې، بيا د بابِ جبريل طرف نه د بقيعِ پاک طرف ته روانه کړے