Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail
ادارې ته د څرمنې ورکولو وعده کړې وي پۀ هغوئي باندې وعده مۀ ماتوئ * چا ته غصه مۀ کوئ * د څرمن ورکوونکي پۀ ښه طريقه مننه وکړئ * پۀ داسې ځائے کښې د څرمنو راجمع کولو سټال مۀ لګوئ چرته چې خلقو ته پۀ تللو راتللو کښې تکليف وي۔
عطارؔ سے محبوب کی سُنَّت کی لے خدمت ڈنکا یہ تِرے دین کا دُنیا میں بجادے([1])
الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب! صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! پۀ زړۀ کښې د مدينے منورې د عشق زياتولو، د مدينے منورې ياد، د مدينے منورې د ذِکر کولو، او د نيکو والا ژوند تيرولو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تنظيم دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ او پۀ 12 دِيني کارونو کښې هم ښه پوره حصه واخلئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دُنيا او د اخرت بے شميره برکتونه به مو نصيب شي۔ پۀ 12 دِيني کارونو کښې يو دِيني کار روزانه د نيک اعمال رسالې نه د خپلو اعمالو جائزه اخستل هم دي۔
* رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: عقل مند هغۀ دے چې خپله محاسبه او د مرګ نه وروستو ژوند د پاره عمل وکړي ([2]) * د ځان د اصلاح او د شيطان نه د بچ کيدو بهترينه طريقه هم دا ده چې مونږ د خپلو عادتونو، خپل کردار او د خپلو اعمالو جائزه اخلو۔ پۀ اوسني وخت کښې اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د خپل ځان د جائزې اخستو اسانه طريقه ښودلې ده: رساله نيک اعمال * د زيات عمر اسلامي وروڼو د پاره پۀ نيک اعمال رساله کښې 72 سوالونه او