Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail

الله! الله! څومره لوئي انعام دے، څومره لوئي زيرے دے، څومره لوئي بشارت دے، د قيامت 50 زره کاله اوږده ورځ * نمر به يو نيزه پۀ سر باندې د پاڅه ولاړ وي او وور به وروي * د اوسپنې پۀ توده زمکه باندې به ښپې ابله ښپې ودرولے شي * پۀ کومه ورځ باندې چې به پلار زوي هير کړي * پۀ کومه ورځ باندې به چې مور د لور نه ځان خلاصوي * پۀ کومه ورځ باندې چې به د هر چا سره د ځان فِکر وي۔ پۀ داسې خطرناکه ورځ باندې به چې د کومو خلقو امن و امان نصيب کيږي، څوک چې به پۀ راحت کښې وي، څوک چې به پۀ ارام سره ورځ تيروي هغوئي به څوک وي؟ جي! جي! هغوئي به وي د چا چې پۀ مکه مکرمه کښې مرګ نصيب شوے وي، څوک چې پۀ مدينه منوره کښې دفن کړے شوے وي۔ الله پاک دې زمونږه هم د شهادت مرګ نصيب کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

مجھے مَرنا ہے آقا گُنبدِ خَضرا کے سائے میں         وطن میں  مَرگیا تو کِیا کروں  گا یارَسُولَ اللہ!([1])

د جَنَّتُ الـبقيع ذِکر

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! که پۀ مدينه منوره کښې وفات کيدل نصيب شي نو  اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! بقيع به هم نصيب شي۔

میں ہوں سُنّی رہوں سُنّی مروں سُنّی مدینے میں

بقیع   پاک    میں    بن    جائے    تُربَت       یَارَسُوْلَ اللہ!([2])

د بقيع مبارک د شان او عظمت به څۀ وايم! پۀ روايتونو کښې دي چې کله خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هجرت وکړو او مدينے منورې ته يـې تشريف راوړلو نو هغوئي د هديرې د پاره ځائے لټولو۔ اخر نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بقيعِ پاک منتخب کړو او


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:322۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:331۔