Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail
علمائے کرام فرمائي: يو محبت کوونکے، د خپل محبوب د پاره د بهترين او ښکلي ځائے انتخاب کوي، الله رَبُّ اَلعٰلَمِين د خپل خوږ محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره د مدينے منورې انتخاب وفرمائيلو، د دې نه ثابته شوه چې مدينه منوره د ټولې دُنيا نه افضله او اعلیٰ، ښه او بهترينه ده۔ ([1])
سارے نبیوں کا سَرور، مدینے میں ہے سب رَسولوں کا اَفْسر، مدینے میں
لُطْف جنّت سے بڑھ کر مدینے میں ہے میٹھے مَحْبُوب کا گھر، مدینے میں ہے([2])
پۀ مدينه منوره کښې وفات کيدل افضل دي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مدينه منوره کښې دے، ځکه علمائے کرام فرمائي: د ټولې دُنيا نه پۀ مدينه منوره کښې مړه کيدل (او دلته دفن کيدل) افضل دي (ځکه چې داسې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډ نصيب کيږي)۔ ([3])
اے کاش! مدینے میں مجھے موت یوں آئے چوکھٹ پہ تِری سر ہو مِری روح چلی ہو([4])
صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب! صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلے ارمان۔۔۔!!
مُوَطَّا اِمامِ مالِک د حديثِ پاک د ټولو نه وړومبے کتاب دے، عظيم عاشقِ رسول حضرت اِمام مالِک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې کښې حديثونه راجمع کړي دي۔ پۀ دې کتاب مبارک کښې يو روايت دے، يو ځل څوک وفات شو، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغۀ جنازه وکړه، مړے هديرې ته يوړے شو، لا قبر تياريدلو، نو رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما شو، د قبر د تياريدو انتظار يـې