Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail

حشر میں کیا کیا مزے وارفتگی کے لُوں رضؔا               لَوٹ  جاؤں  پا  کے  وہ  دامانِ  عالی  ہاتھ  میں([1])

وضاحت: د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عشق جوش ته وګورئ! فرمائي: اے رضاؔ د قيامت پۀ ورځ باندې به د عشقِ رسول او د محبت او بے خودۍ خوندونه اخلم، چې کله د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحمت لمن پۀ لاس راشي نو پۀ عشق او محبت کښې به د خوشحالۍ نه پۀ هوا شم۔

صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب!                                                                                        صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([2])

     اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه كوو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب!           صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد

  د عشرۀ ذُو الـحج فضائل

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د برکتونو والا، د عزتونو والا مياشت ذُو الـحج تشريف راوړي، پۀ حديثِ پاک کښې فرمائيلے شوي دي چې د عزت او حرمت پۀ لحاظ سره دا د ټولو نه د عظمت والا مياشت ده۔ ([3]) د حديثِ پاک مطابق د دې مياشت پۀ وړومبو


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:104۔

[2]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔

[3]... ابن ماجہ، کتاب الفتن، باب حرمۃ زم المومن ومالہ، صفحہ:633، حدیث:3931 مفہوماً۔