Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail

اِسلامي عقيدو باندې اِستقامت راعطا کړي۔ کاش چې د ايمان د سلامتيا سره، د عافيت سره، د شين ګنبد پۀ سوري کښې، د شنو جنګلو مخې ته مړه کيدل او پۀ جنَّتُ الـبقيع کښې د دفن کيدل مو نصيب شي۔

اے کاش! مدینے میں   مجھے موت یوں   آئے                                                                                                           چوکھٹ پہ تری سر ہو مری روح چلی ہو

صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب!           صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد

د قربانۍ څرمنې دعوتِ اِسلامي له ورکړئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي د اِسلام او د مسلمانانو پۀ خدمت کښې مصروف دے، پۀ دې نيک کارونو کښې تاسو هم خپله حصه شامله کړئ! لوئي اختر رانزدې دے، عاشقانِ رسول به د قربانۍ سعادت حاصلوي۔ خواست دے چې د خپلو خپلو څارو څرمنې دعوتِ اِسلامي له ورکړئ! ستاسو د ورکړے شوي رقم يا څرمن پۀ ذريعه به پۀ ټوله دُنيا کښې دِيني، اِصلاحي، رُوحاني او د خير ښيګړې کارونه کولے شي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دا به ستاسو د پاره صدقۀ جاريه وي۔ د دې سره سره پۀ خپله کوڅه او محله کښې، خپلو خپلوانو ته فون وغيره وکړئ او هغوئي له هم د دې ترغيب ورکړئ! پۀ خپل کوشش باندې څرمنې هم راجمع کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به هم برکتونه در نصيب کيږي، پۀ حديثِ پاک کښې دي: چا چې د څۀ خير طرف ته رهنمائي وکړه هغۀ ته به پۀ دې باندې د عمل کوونکي همره ثواب ميلاويږي۔ ([1])

د څرمنو راجمع کولو پۀ باره کښې يو څو احتياطي تدبيرونه وړاندې کولے شي: * د الله پاک د رضا د پاره څرمنې راجمع کړئ * د څرمنو راجمع کولو پۀ وخت د نـمونځونو پابندي وکړئ * د بدبوداره جامو سره جومات ته د تللو نه ډډه وکړئ، دې د پاره يوه صفا سوترا جوړه د ځان سره وساتئ * جومات، مدرسه وغيره پۀ وينو د ګنده کولو نه بچ کړئ * چا چې يوې بَلې


 

 



[1]... ترمذی، ابواب العلم، باب ماجاء الدال...الخ، صفحہ:628، حدیث:2671۔