Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail

جوابونه ليکلے شوي دي * د هر سوال نه لاندې 30 خانې دي * هره ورځ د سوال لوستلو سره خپله جائزه اخستل دي او خانے ډکول دي * د ښه اِسلامي ژوند تيرولو بهترينه نسخه ده * د دې پۀ ذريعه پته نه لګي چې د څومره خلقو اصلاح شوې ده۔

 تاسو هم دا رساله واخلئ! د نيک اعمال مطابق هره ورځ خپله جائزه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيره فائده به در نصيب شي * اخلاق به مو ښه کيږي * کردار به مو ښه شي * عادتونه به مو ښه شي * پۀ نيکو باندې به مو استقامت نصيب شي * د ګناهونو نه به مو نفرت شي * زړۀ به مو روښانه شي * د الله پاک محبت به مو نصيب شي * عشق رسول به زيات شي * روحانيت به ميلاو شي او * د آخرت فکر به مو نصيب شي۔

صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب!           صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد

د نيک اعمال رسالې برکتونه

د نيو کراچۍ د يو اِسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې زمونږ د علاقې د جومات امام صاحب څوک چې د دعوتِ اِسلامي سره تعلق لري، هغۀ انفرادي کوشش وکړو او زما مشر ورور له يـې نيک اعمال رساله پۀ تحفه کښې ورکړه۔ هغۀ کور ته راوړه او اوئې لوستله نو حيران شو چې پۀ دومره مختصره رساله کښې يو مسلمان ته د اِسلامي ژوند تيرولو څومره بهترينه فارمولا ورکړے شوې ده! د نيک اعمال رسالې ميلاويدو پۀ برکت اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د هغۀ د نـمونځ جذبه نصيب شوه او د جَمعې سره د نـمونځ کولو د پاره جومات ته حاضر شو او اوس پينځه وخته نـمونځ ګزاره جوړ شوے دے، ګيره مبارکه يـې هم پريښودې ده او پۀ پابندۍ سره د نيک اعمال رسالې نه جائزه اخلي۔

نیک اعمال کے عامل پہ ہر دم ہر گھڑی                              یاالہٰی!خوب برسا رحمتوں کی تُو جھڑی

صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب!           صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد