Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail
شوه، د اعلیٰ حضرت د قصيدې مبارکې:
کعبے کے بدر الدُّجیٰ تم پہ کروڑوں درود
او سلامِ رضا:
مصطفےٰ جانِ رحمت پہ لاکھوں سلام
اوازونه وو، پۀ دغه مبارکو اوازونو کښې جنازه مبارکه بقيعِ پاک ته ورسيدله۔ ([1]) سيدي قُطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به وصيت فرمائيلو چې کله زۀ وفات شم نو ما د اهلِ بيتِ پاک پۀ ښپو کښې کيږدئ، زۀ به پخپله د هغوئي ښپې اونيسم۔ نو پۀ دې وصيت باندې عمل وکړے شو او د کونينو د شهزادګۍ سيده حضرت بي بي فاطِـمةُ الـزَهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْها د ښپو مبارکو اړخ ته هغوئي دفن کړے شو۔ ([2])
عشق کا پیکر شَرع کا پاسباں جاتا رہا منزلِ مَقْصُود کا روشن نشاں جاتا رہا
وہ رہا تو برکتیں ہی برکتیں تھیں بزم میں وہ گیا تو برکتوں کا اِک جہاں جاتا رہا
وہ نبی کا تھا چہیتا، غوث کا تھا لاڈلا اپنے پیر و مرشد کا دُلارا، مدح خواں جاتا رہا ([3])
الله پاک دې مونږ ته د سيدي قُطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سيرت او اخلاقو نه د رڼا اخستو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
که پۀ وطن کښې مړ شوم نو څۀ به کووم۔۔۔!!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې څومره ځانګړے قِسمت دے، څومره د رشک قابل مرګ دے۔ يو رښتوني عاشق د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ښپو کښې د