Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail
دې پۀ مدينه کښې مړ شي، پس چې څوک پۀ مدينه کښې مړ شي، زۀ به د هغۀ شفاعت کووم۔ ([1])
طیبہ میں مَرکے ٹھنڈے چلے جاؤ آنکھیں بند سیدھی سڑک یہ شَہرِ شَفاعَت نگر کی ہے([2])
وضاحت: څومره به ښه وي چې د مدينے منورې مرګ مې نصيب شي او سترګې پټې کړم او پۀ ارام او سکون سره لاړ شم۔۔۔! چې دا د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت ته رسوي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ستاسو پۀ ذِهن کښې هم کيدے شي چې سوال پيدا کيږي چې مرګ خو زمونږه پۀ اِختيار کښې نۀ دے۔ مونږۀ خو نۀ پۀ خپله خوښه پيدا شوي يو او نۀ به پۀ خپله خوښه مړه کيږو۔
لائی حیات آئے، قضا لے چلی چلے اپنی خوشی نہ آئے، نہ اپنی خوشی چلے
چې کله معامله داسې ده، پۀ خپله خوښه، د خپل مرګ د ځائے انتخاب هم نشو کولے نو بيا دا ترغيب ولې راکړے شو؟ ولې ووئيلے شو چې پۀ مدينه کښې مړه شئ۔۔۔!! د دې څۀ مطلب دے؟ علمائے کرام فرمائي: د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمان مطلب دا دے چې خپل پوره کوشش وکړئ۔۔۔!! خپل ټول طاقت پۀ دې باندې ولګوئ چې مونږ له مرګ پۀ مدينه منوره کښې راشي۔ ([3])
يعنې مونږ به چرته مړه کيږو، دا خو د الله پاک خوښه ده، زمونږه پۀ ذمه دا دي چې مونږه پۀ مدينه منوره کښې د مړه کيدو څومره کوشش کولے شو، مونږه هم هٰغه همره کوشش وکړو۔ مثلاً مونږه پۀ مدينه منوره کښې د مړ کيدو دعاګانې کولے شو؟ زمونږه پۀ