Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail

هديرې نه 70 زره کسان بغير د حساب او کتاب نه جنَّت ته داخلوي۔ ([1])

تختہ ریاضِ خُلد کا ارضِ بقیع ہے                                                                       کیا جنّتُ البقیع کی شانِ رفیع ہے

ہے جنّتُ البقیع بزرگوں کی یادگار                                                                  ہیں اہلِ بیتِ پاک کے اکثر یہیں مَزَار

اصحابِ مصطفیٰ بھی یہاں دفن ہیں                                                          قبروں سے جن کی اِس کے مَراتِب بلند ہیں

صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب!           صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد

يو اهم وضاحت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته يو وضاحت کووم۔ پۀ مدينه منوره کښې د وفات کيدو ډير فضيلت دے، دلته به د وفات کيدونکو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت نصيب کيږي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قبر د عذاب نه به نجات ميلاؤيږي، که الله پاک وغوښتل نو بغير د حساب نه به جنَّت ته داخليدل هم نصيب شي، خو ياد ساتئ چې دا ټول فضيلتونه د عاشقانِ رسول د پاره دي، د بد مذهبو او د غير مسلمو د پاره دا فضائل نشته، ګنې وګورئ چې څومره منافقان بلکې د منافقانو سردار عبد الله بن اُبَيّ بن سَلول هم دلته دفن دے، هغۀ يقيناً چي د عذاب حقدار دے۔

الله پاک فرمائي:

اِنَّ اللّٰہَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَکَ بِہٖ

(پارہ:5، سورۀ نساء:48)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه الله دا خبره نۀ بخښي چې د هغۀ سره شِرک وکړے شي۔

معلومه شوه چې د بخښنې او د عذاب نه د بچ کيدو د پاره د ټولو نه وړومبے شرط د عقيدې صحيح والے دے، چې عقيده صحيح وي نو ډير فضيلتونه دي او که عقيده صحيح نۀ وي نو پوهه شئ چې بنده هيڅ نۀ دے۔ الله پاک دې مونږ ته پۀ رښتينو او صحيح


 

 



[1]...  وفاء الوفا، الباب الخامس، الفصل  الخامس...الخ، جز:3، جلد:2، صفحہ:79۔