Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail

کولو۔ پۀ دې کښې يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ قبر ته ښکته وکتل او اوئې وئيل: ‌بِئْسَ ‌مَضْجَعُ الْمُؤْمِنِ يعنې دا د مؤمِن څومره بد کور دے۔

محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کله دا خبره واوريدله نو اوئې فرمائيل: تا بده خبره وکړه۔ عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما دا مقصد نۀ وو۔ ما خو دا وئيل غوښتل چې که د دۀ د شهادت مرګ نصيب شوے وے نو څومره به ښه خبره وه۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د شهادت خو هډو مثال نشته، البته! مَا عَلَى الْاَ رْضِ بُقْعَةٌ هِيَ اَحَبُّ اِلَيَّ اَنْ يَكُونَ قَبْرِي بِهَا دا سيمه (يعنې مدينه منوره) هٰغه د زمکې حصه ده چې د ټولې دُنيا پۀ نسبت زما خوښه ده چې زما قبر به دلته جوړولے شي۔ ([1])

شاہ! تم نے مدینہ اپنایا، واہ کیا بات ہے مدینے کی

اپنا روضہ اِسی میں بنوایا، واہ کیا بات ہے مدینے کی

ہر طرف رحمتوں   کا ہے سایہ، واہ! کیا بات ہے مدینے کی

خوب رُتبہ عظیم ہے پایا، واہ! کیا بات ہے مدینے کی([2])

نيغه لاره د شفاعت ښار ته دا ده

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! علّامه سَمهُودي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: صرف د مدينے منورې دا شان دے چې باقاعده پۀ حديثِ پاک کښې دلته د وفات کيدو ترغيب ورکړے شوے دے، دا ترغيب د دُنيا د بَل هيڅ يو ښار پۀ باره کښې نشته۔ ([3])

ترغيب څۀ دے؟ حديثِ پاک واورئ! محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنِ ‌اسْتَطَاعَ ‌اَنْ ‌يَمُوتَ ‌بِالْمَدِينَةِ فَلْيَفْعَلْ ، فَاِنِّي اَشْفَعُ لِمَنْ مَاتَ بِهَا يعنې د چا نه چې کيدے شي، هغۀ


 

 



[1]... موطا امام مالک، کتاب الجہاد، باب الشہداء فی سبیل اللہ، صفحہ:236، حدیث:996۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:388 ملتقطاً۔

[3]...  وفاء الوفا، الباب الثانی، الفصل الثالث...الخ، جز:1، جلد:1، صفحہ:46۔