Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail

وَس کښې دي۔۔!! ځکه پۀ مدينه منوره کښې د مړ کيدو دعاګانې وکړو، ښه پۀ ژړا ژړا يـې وکړو، پۀ سلګو سلګو يـې وکړو، سر پۀ سجده يـې وکړو، د تهجدو د پاره راپاڅو او وه يـې کړو: يا الله پاکه! پۀ مدينه منوره کښې مو مړه کيدل نصيب کړي۔

نہ اور کوئی تمنّا نہ جُسْتَجُو ٹھہرے                                                              دل و نظر میں مدینے کی آرزو ٹھہرے

دُعا ہے ربّ سے مدینے کا ایک اک مَنْظَر            بَہ وقتِ مَرگ بھی آنکھوں کے رُوبَرُو ٹھہرے

صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب!           صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد 

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا

تاسو ته معلومه ده؟ پۀ مدينه منوره کښې د وفات کيدو دعا کول د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم طريقه مبارکه ده۔ آؤ جي۔۔۔!! پۀ روايتونو کښې دي، چې کله به رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مکے مکرمې ته تشريف يوړلو، هلته به يـې دُعا کوله: اَللّٰهُمَّ ‌لَا ‌تَجْعَلْ ‌مَنَايَانَا بِهَا حَتَّى تُخْرِجَنَا مِنْهَا يعنې اے الله پاکه۔۔۔!! مونږ ته پۀ مکه کښي مرګ مۀ راکوې، تر دې چې مونږ د دلته نه وګرځو (يعنې واپس مدينے منورې ته ورسو)۔ ([1])

مَدینے میں آقا  ہمیں موت  آئے                                                 بنے کاش! مَدفن ہمارا مَدینہ([2])

د قيامت پۀ ورځ باندې به يـې امن نصيب کيږي

د حضرت اَنس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې خاتَمُ المُرسَلين، رَحمةٌ لِّلعَالَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي، کوم کَس چې پۀ دوو حَرمُونو (يعنې پۀ مدينه منوره او مکه مکرمه) کښې پۀ يو کښې وفات شي د قيامت پۀ ورځ باندې به پۀ امن والؤ کښې راپاڅولے شي۔ ([3])


 

 



[1]... مسند احمد، جلد:3، صفحہ:88، صفحہ:4882۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:355۔

[3]...   شعب الایمان ، باب فی مناسک فضل الحج والعمرۃ ، جلد:3، صفحہ:490، حدیث:4158۔