Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail
اوئې فرمائيل: ما ته د دې ځائے يعنې د بقيع (د هديرې جوړولو) حکم شوے دے۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د بقيعِ پاک انتخاب د الله پاک پۀ حکم باندې وکړے شو۔
کیا جنّتُ البقیع کی شانِ رفیع ہے بُرجِ فلک ہر ایک مزارِ بقیع ہے
خُلدِ نَہم جہاں میں یہی ارضِ پاک ہے کُحْلُ الْبَصر یہیں کی زمانے میں خاک ہے
وضاحت: د جَنَّتُ الـبقيع شان څومره اوچت دے چې دلته موجود هر يو پاک مزار د اسمان د رڼا د برجونو پۀ شان دے، داسې دې ووئيلے شي چې لکه نهم جنَّت دے، د دې ځائے خاوره د ټولې زمانې د سترګو رانجه دي۔
پۀ تورات شريف کښې د جَنَّتُ الـبقيع ذِکر
حضرت کَعبُ الاَحبَار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مونږه پۀ تورات شريف کښې لوستلي دي، د دې (يعنې د جَنَّتُ الـبقيع) نوم کُفتَه دے، فرښتے د دې نګراني کوي، چې کله دا هديره ډکه شي نو فرښتے دا د دواړو اړخونو نه اوچته کړي او جنَّت ته يـې واچوي۔ ([2])
مَدْفُون جو یہاں ہے وہ غم سے ہے رَسْتْگار دوزخ کا کچھ عذاب نہ مَرْقَد کا ہے فَشَار
وضاحت: پۀ جَنَّتُ الـبقيع کښې چې څوک هم دفن دے، د الله پاک پۀ کرم باندې د هر قِسمه غم او پريشانۍ نۀ محفوظ او نجات حاصلوونکے دے، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دۀ له به نۀ د دوزخ عذاب ورکولے کيږي او نۀ د قبر۔
بغير د حِساب نه جنَّت ته داخليدل
علّامه سَمهُودي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل کوي: يو ځل نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جنَّتُ الـبقيع ته تشريف يوړلو، چې کله هلته ورسيدو نو ارشاد يـې وفرمائيلو: الله پاک به د دې