Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail
12 منټه پۀ مَدَني مذاکره کښې شرکت وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير ثوابونه به مو نصيب شي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
مَدَنی مُذاکرہ ہے شَرِیعت کا خَزِینہ اَخلاق کا تَہْذِیْب کا طَرِیْقَت کا خَزِینہ
د يو عظيم عاشقِ رسول ذِکرِ خِير
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ څلورم ذُو الـحج د يو عظيم عاشقِ رسول د وصال ورځ ده، هٰغه عظيم عاشقِ رسول چا چې پۀ زرګونو عاشقِ رسول جوړ کړل * هٰغه عظيم عاشقِ رسول د چا سيرت، صورت، کړه وړه، خوراک څښاک، اغوستل، د ژوند هره يوه ادا چې د سُنَّت پۀ رنګ کښې رنګ وه * هٰغه عاشقِ رسول د چا پۀ ليدلو چې به د عاشقانو زړونه خوشحاليدل * هٰغه عاشقِ رسول څوک چې به د ګنبد خضرا پۀ جلوو کښې ډوب وو * هٰغه عاشقِ رسول د چا چې د مدينے منورې سره بے کچه محبت وو * هٰغه عاشقِ رسول چا چې تکليفونه برداشت کړل خو مدينه منوره پريښودل يـې خوښ نۀ کړل * هٰغه عظيم عاشقِ رسول څوک چې محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپلو ښپو مبارکو کښې قبول کړو او پۀ بقيعِ پاک کښې يـې ورته ځائے عطا کړو۔
غرقِ عشقِ مصطفےٰ، قُطبِ مدینہ طیبہ فیض کا اِک سلسلہ، قُطبِ مدینہ طیبہ
ساکنِ شہر مدینہ، مرکزِ مہر و وَفا مصدرِ حلم و حیا، قُطبِ مدینہ طیبہ
وضاحت: * د حضرت قُطبِ مدينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ژوند، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ عشق کښې ډوب وو * د هغوئي د ذات مبارک نه د فيض دريابونه روان وو * هغوئي د مدينے منورې استوګن * د وعدې پوره کوونکے او* د حلم او د حيا نمونه وه۔