Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail
اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالــسَّـلَامُ عَـلٰـی خَاتَمِ النَّبِیِّيْن
اَمَّا بَـعْدُ فَـاَعُوْذُ بِـالـلّٰـهِ مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِط بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمط
اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه
اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)
د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:
اَوْلَی النَّاسِ بِیْ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ اَکْثَرُہُمْ عَلَیَّ صَلَاۃً
ترجمه: د قيامت پۀ ورځ باندې به پۀ خلقو کښې د ټولو نه زيات نزدې ما ته هٰغه کَس وي، کوم چې پۀ ما باندې د ټولو نه زيات درود شريف لولي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! درودِ پاک څومره اعلیٰ نيکي ده۔۔۔!! د دې پۀ برکت باندې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قُرب نصيب کيږي۔ د دې حديثِ پاک لاندې د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلي دي: د قيامت پۀ ورځ باندې به د ټولو نه پۀ ارام هغۀ وي څوک چې د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره وي او د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نزدې والي (يعنې قُرب) نصيب کيدلو ذريعه د درود شريف کثرت دے۔ ([2])