Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حلاله غوښه خوړل هم سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي، علمائے کرام فرمائي: غوښه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير خوښ خوراک وو۔ ([1]) * د چيلۍ، چرګ، اوښ، سويې [يعنې د خرګوش] ، او د مهي [يعنې کب] غوښه خوړل د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ثابت دي۔ ([2]) * د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د چيلۍ د څټ، ([3]) مَټو (يعنې د مخکښينو ښپو)، ([4]) او د هغې د ورنانو [يعنې پتونانو] غوښه خوښه وه۔ ([5])
د غوښې فائدے او احتياطونه: * علامه احمد بن محمد قَسطَلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د چيلۍ د ټولو نه سپک خوراک د څټ، د مخکښينو ښپو او اوګو وي، دا د معدې د پاره سپک وي او زر هضميږي۔ ([6]) * غوښه بدن ته پروټين، آئرن، وټامن B وغيره ورکوي او وټامن A او B د هډوکو، غاښونو، سترګو، دماغو او څرمن د پاره فائده مند دي۔ ([7]) * غوښه وينه صفا کوي * 70 قوتونه زياتوي * او د دې د خوړلو سره عقل زياتيږي۔ ([8]) * غوښه د اوريدو طاقت زياتوي۔ * البته د ډيرې غوښې خوړلو نه ځان ساتل پکار دي چې ډيره غوښه خوړل د زړۀ د سخت والي سبب دے۔ ([9]) * د دې زيات استعمال د کينسر، د زړۀ د مرضونو، شوګر، معدې او د ځيګر (Liver) د بيمارو سبب جوړيدے شي۔ ([10]) * بالغو کَسانو ته د ورځې 70 ګرمه او پۀ هفته کښې 500 ګرامه يعنې نيم کلو غوښه خوړل پکار
[1]... المواہب اللدنیہ، المقصد الثالث، الفصل الثالث...الخ، النوع الاول...الخ، جلد:2، صفحہ:128 ۔
[2]... المواہب اللدنیہ، المقصد الثالث، الفصل الثالث...الخ، النوع الاول...الخ، جلد:2، صفحہ:130 ۔
[3]... مسند امام احمد، مسند النساء، جلد:11، صفحہ:168، حدیث:27790۔
[4]... ترمذی، کتب الاطعمۃ، باب ماجاء ای اللحم...الخ، صفحہ:455، حدیث:1837۔
[5]... بخاری، کتاب احادیث الانبیا، باب قول اللہ تعالیٰ وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا ...الخ، صفحہ:851، حدیث:3340۔
[6]... المواہب اللدنیہ، المقصد الثالث، الفصل الثالث...الخ، النوع الاول...الخ، جلد:2، صفحہ:129 ۔
[7]... ماہنامہ فیضان مدینہ، اگست 2019، صفحہ:53۔
[8]... مدارج النبوۃ، باب یاز دہم در عبادات و طعام و شراب وغیرہ، جز:1، صفحہ:458 ملتقطاً۔
[9]... مدارج النبوۃ، باب یاز دہم در عبادات و طعام و شراب وغیرہ، جز:1، صفحہ:458 ۔
[10]... ماہنامہ فیضان مدینہ، اگست 2019، صفحہ:54۔