Book Name:Madine Mein Marne Ke Fazail
لسو ورځو کښې د يوې نيکۍ ثواب 700 چنده کولے شي۔ ([1]) پۀ يو بل روايت کښې دي: * پۀ دې ورځو کښې نيکي کول افضل نيکي ده * پۀ دې ورځو کښې يوه ورځ روژه نيول، د يو کال د روژو برابر ده * پۀ دې شپو کښې قيام کول (يعنې د شپې ويخ پاتې کيدل او عبادت کول) پۀ شبِ قدر کښې د عبادت کولو برابر دے۔ ([2])
ہر ہر گھڑی ہے اِس کی عِزّ و فَضَل میں یَکْتا بادَل کرم کا چھایا، ماہِ حرام آیا
بڑھتی ہیں اِس میں قَدریں، نیکی کی یاد رکھنا! کرنا نہ وقت ضَائِع، ماہِ حرام آیا
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غور وکړئ چې څومره ښکلې او د فضيلت والا ورځې دي، الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي، پۀ دې مبارکو ورځو کښې ښه ډير عبادت وکړئ! * ذِکرُ الله وکړئ! * تلاوت وکړئ! * نـمونځونه وکړئ! * عِلمِ دِين زده کړئ! * نفلي روژې اونيسئ! * پۀ لاس کښې تسبيح وساتئ! نن سبا خو ډيجيټل تسبيح هم راځي، هغۀ ګوتې ته واچوئ! چې تسبيح درسره وي نو پۀ ګرځيدو، پۀ ناسته پۀ ولاړه به درته ياديږي او څۀ نا څۀ ذِکر او درود شريف به مو پۀ خُله باندې راځي۔
يوه اهمه او اسانه نيکي پۀ دې ورځو کښې هم کيدے شي د الله پاک پۀ فضل د وخت د کامِل ولي، شيخ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ دې ورځو کښې روزانه پۀ مَدَني چينل باندې لائيو مَدَني مذاکره (يعنې د سوالونو او جوابونو سلسله) فرمائي، مَدَني مذاکره د عِلمِ دِين د زده کولو بهترينه ذريعه ده او عِلمِ دِين زده کول افضل ترينه نيکي ده، د مَدَني مذاکرې پۀ ذريعه لکه چې مونږه د افضل ترينې نيکۍ کولو ثواب حاصلولے شو، الله پاک دې ښه نيت رانصيب کړي، کوشش وکړئ او روزانه پۀ مَدَني چينل باندې ټوله مَدَني مذاکره وګورئ! او پۀ توجه سره يـې وګورئ! که پوره نۀ وي نو کم از کم يوه ګينټه