Book Name:Jannat ki Zamanat

شان صفا سوتره وي)۔ ([1])

د جَنَّتيانو حُسن به زياتيږي

د جَنَّت يوه بله هم خاص خبره ده، دې دُنيا ته چې مونږ د کله نه راغلي يو، زمونږ عمر پرله پسې زياتيږي، مونږ پۀ هر يو منټ بلکې پۀ هر يو سيکنډ کښې زړيږو، د بوډا والي طرف ته روان يو، څنګه چې عمر زياتيږي، حُسن، ځواني، پۀ طاقت او قوت کښې کمے راځي، يعنې پۀ دې دُنيا کښې مونږ هر ساعت د فنا طرف ته روان يو۔ مياں محمد بخش صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څۀ ښکلي وئيلي وو:

سدا نہ باغِیْں بلبل بولے، سدا نہ باغ بہاراں

سدا نہ ماپے، حُسْن جوانی، سدا نہ صحبت یاراں

مفهوم: پۀ باغ کښې بلبله هميشه نۀ چغيږي، نۀ پۀ باغ باندې هميشه سپرلے وي۔ دغه شان مور پلار، حُسن، ځواني، طاقت او قوت او د دوستانو محفلونه هم هميشه نۀ وي۔

دا د دُنيا دستور دے، دلته هر ساعت د فنا طرف ته بوتلل کوي خو د جَنَّت دستور به ځانګړے وي۔ صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زما دې پۀ هٰغه ذات باندې قَسم وي چاچې پۀ مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې قرآن نازل کړے! پۀ دُنيا کښې چي څنګه ساعت پۀ ساعت بوډا والے راځي، هم داسې به پۀ جَنَّت کښې ساعت پۀ ساعت حُسن زياتيږي۔ ([2])

 څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! پۀ جَنَّت کښې خو فنا کيدل هډو شته نۀ، هلته خو هډو مرګ نشته، ځکه به هلته خلق د مرګ طرف ته نۀ ځي، د بوډا والي او کمزورۍ طرف ته به نۀ ځي بلکې پۀ هر راتلونکي ساعت کښې به د جَنَّتيانو حُسن او ښائست نور هم زياتيږي۔


 

 



[1]... تنبیہ الغافلین، باب صفۃ الجنۃ واہلھا، صفحہ:38 خلاصۃً۔

[2]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، صفۃ الجنۃ وما اعد اللہ لاہلھا من النعیم، جلد:6 صفحہ:329، رقم:13۔