Book Name:Jannat ki Zamanat
گناہوں سے بھر پور نامہ ہے میرا مجھے بخش دے کر کرم یاالٰہی!
تُلیں میرے اعمال میزاں پہ جس دم پڑے اِک بھی نیکی نہ کم یاالٰہی!([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خير! زيرے ورکړے شوے دے، چا ته؟ ايمان والؤ ته، نيکانو خلقو ته۔ اوس هٰغه زيرے څۀ دے؟ د کوم څيز زيرے دے؟ الله پاک فرمائي:
اَنَّ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُؕ-كُلَّمَا رُزِقُوْا مِنْهَا مِنْ ثَمَرَةٍ رِّزْقًاۙ-قَالُوْا هٰذَا الَّذِیْ رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُۙ-وَ اُتُوْا بِهٖ مُتَشَابِهًاؕ-وَ لَهُمْ فِیْهَاۤ اَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌۗۙ-وَّ هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ(۲۵)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې د هغوئي د پاره داسې باغونه دي چې د هغې نه لاندې نهرونه بهيږي، کله چې هغوئي ته د هٰغه باغونو نه د خوړلو د پاره څۀ ميوه ورکړے شي نو وائي به، دا خو هُم هغه روزي ده کومه چې مونږ ته مخکښې راکړے شوې وه حالانکې هغوئي ته (مخکښې صرف پۀ شکل کښې) د دې پۀ شان ميوه ورکړے شوې وه او د هغوئي د پاره به پۀ هٰغه باغونو کښې پاکې بيبيانې وي او هغوئي به پۀ هٰغه باغونو کښې هميشه اوسيږي۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا دي هٰغه عظيم نعمتونه د کومو چې ايمان والؤ او نيکانو خلقو له زيرے ورکړے شوے دے۔ حکيم الاُمَّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت مبارک لاندې فرمائي: د جَنَّت 8 طبقې دي: (1): جَنَّتُ الفردوس (2): جَنَّت عدن (3): جَنَّت ماوٰی (4): دارُ الْخُلْد (5): دارُ السَّلَام (6): دَارُ الْمُقَامَه (7):عِلِّیِّین او (8):جَنَّت نعیم۔ د دې درجو د دې نه علاوه نور نومونه هم دي۔ مسلمانان به د هغوئي د اعمالو مطابق پۀ دې طبقو کښې