Book Name:Jannat ki Zamanat

صحيح څۀ دي؟

(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)

مسئله: د خطبې پۀ وخت نـمونځ کول مکروهِ تحريمي ناجائزه او ګناه ده۔

وضاحت: بعضې خلق د جُمعې پۀ ورځ هٰغه وخت راورسي کله چې خطيب صاحب (د عربۍ والا) خطبه شروع کړې وي يا بعضې وخت دويم اذان کيږي نو هٰغه وخت سُنَّت کول شروع کړي۔ ياد ساتئ، کله چې خطيب صاحب پۀ منبر باندې کښيني يا يـې (د عربۍ والا) خطبه شروع کړې وي نو هٰغه وخت سُنَّت يا بل  نـمونځ کول مکروهِ تحريمي ناجائزه او ګناه ده۔ پۀ روايت کښې دي: عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، وَابْنِ عُمَرَ اَنَّهُمَا كَانَا يَكْرَهَانِ الصَّلَاةَ وَالْكَلَامَ يَوْمَ الْجُمُعَةِ بَعْدَ خُرُوجِ الْاِمَامِ يعنې حضرت عبد الله بن عبَّاس او حضرت عبد الله بن عمر              رَضِىَ اللهُ عَـنْهم (کوم چې د اوچتې مرتبې صحابه کرام دي، دې دواړو حضراتو به) د خطيب منبر ته د تشريف راوړو نه پس نـمونځ کول او خبرې کول مکرورهِ (تحريمي) ګرځول۔

لهذا * که يو کَس د جُمعې د دويم اذان يا د عربۍ د خطبې شروع کيدو نه پس جومات ته راورسيدو نو هغه له پکار دي چې خاموش کښيني او خطبه واوري * که سُنَّت يـې شروع کړل نو د هغې ماتول واجِب دي، پۀ هغه باندې لازم دي چې وروستو د هٰغه سنتو قضا راوړي او * که د خطبي پۀ وخت يـې سُنَّت شروع کړل او مکمل يـې کړل نو سُنَّت به ادا شي خو ګنهګاريږي به * که د خطبې شروع کيدو نه يـې مخکښې سُنَّت شروع کړي وو او پۀ هٰغه وخت کښې خطبه شروع شوه نو بيا دې يـې نۀ ماتوي بلکې څلور رکعتونه دې پوره کړي۔ ([1])  

الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل


 

 



[1]... دار الافتا اہلسنت غیر مطبوعہ، فتویٰ نمبر:wat:2020، ماہنامہ فیضان مدینہ رجب المرجب 1441ھ ۔