Book Name:Jannat ki Zamanat

فرمائيل بلکې پخپله به د سورلۍ نه کوزيدو او چابک به يـې راخستو۔ ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا هم څومره اسان کار دے۔۔۔!! بس کول دا دي چې د خپل مدد پخپله والا قانون باندې عمل کول دي، کوم چې د ضرورت څيزونه دي، کوشش کوئ چې ځانله يـې پخپله اخلئ، د ځان سره يـې سمبال ساتئ، که پۀ سفر تلل وي نو د سفر د ضرورت سامان د ځان سره د مخکښې نه ږدئ، بس کوشش کوئ چې د چا نه څۀ ونۀ غواړئ ، د بر ناحقه سوال نه هم ځان ساتئ، پۀ کور کښې هم کوشش دا پکار دے چې مثلاً اوبۀ څښل دي، ګلاس پکار دے، يو وړوکے شان څيز راخستل دي نو که اساني وي نو بچو، د بچو مور له د تکليف ورکولو پۀ ځائے يـې هم پخپله راخلئ! بهر حال چې څومره درنه کيدے شي نو د نورو نه د غوښتلو نه ځان ساتئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! جَنَّت به مو نصيب شي۔

جومات خپل کور جوړ کړئ!

د حضرت ابو دَردا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: جومات د الله پاک نه د هر يو ويريدونکي کور دے او څوک چې جومات خپل کور جوړ کړي، الله پاک د هغۀ د پاره د خپل رحمت، د خپلې رضا، پۀ پل صراط باندې پۀ حفاظت سره د تيريدو او د جَنَّت ضمانت ورکوي۔ ([2])

څومره ښکلې خبره ده، د جومات سره چې ښۀ تعلق جوړ کړې نو رحمت به هم ميلاؤيږي، د الله پاک رضا به هم ميلاؤيږي او جَنَّت ته تلل به هم نصيب کيږي۔ افسوس چې نن خلق د جومات سره داسې تعلق لري لکه چې جومات يوه مسافر خانه وي، اذان وشي، جومات ته راشي، نـمونځ وکړي او واپس لاړ شي، دا هم اَقَلِّ قَلِیْل يعنې ډير کم خلق


 

 



[1]... مسند امام احمد، مسند الانصار، من حدیث ثوبان رَضِیَ اللہُ عنہ، جلد:9، صفحہ:233، حدیث:23025۔

[2]... مجمع الزوائد، کتاب الصلاۃ، باب لزوم المساجد، جلد:2، صفحہ:101، حدیث:2026۔