Book Name:Jannat ki Zamanat

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان خاص طور د حضرت ابو بکر او عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما سره محبت کول هم جَنَّت ته بوتلونکے عمل دے۔

اوس پخپله غور وکړئ چې د دوئي سره محبت کوونکے جَنَّتي دے نو دوئي به پخپله جَنَّتيان ولې نۀ وي۔ آؤ! آؤ! د مسلمانانو دا دواړه خليفه قطعي جَنَّتيان بلکې د جَنَّتيانو سرداران دي۔ خوږ نبي مکي مَدَني، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: ابو بکر او عمر د بوډاګانو جَنَّتيانو سرداران دي۔ ([1])

يعنې هٰغه خلق کوم چي پۀ بوډا والي کښې وفات کيږي او هغوئي جَنَّت ته ځي، د هٰغه خلقو سرداران به ابو بکر او عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما وي۔

هر صحابيِ نبي!

څلور ياران د نبي!

او عُمر فاروق هُم

فاطِمه او علي

والدين د نبي

دے مُعاوِيه هُم   جَنَّتي جَنَّتي

جَنَّتي جَنَّتي

جَنَّتي جَنَّتي

جَنَّتي جَنَّتي

جَنَّتي جَنَّتي

جَنَّتي جَنَّتي       ټولې صحابِياتې هُم!

حضرتِ صديق هُم

عُثمانِ غني

دي حسن حُسين هُم

هره بي بي د نبي

او ابُو سُفيان هُم جَنَّتي جَنَّتي

جَنَّتي جَنَّتي

جَنَّتي جَنَّتي

جَنَّتي جَنَّتي

جَنَّتي جَنَّتي

جَنَّتي جَنَّتي([2])

جَنَّت ته بوتلونکي نور اعمال

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هره نيکي جَنَّت ته بوتلونکې ده، البته ډير نور هٰغه نيک اعمال پۀ کومو چې د جَنَّت ضمانت ورکړے شوے دے، پۀ هغې کښې يو څو نور نيک اعمال دا دي: (1): رښتيا وئيل (2): وعدہ پوره کول (3): امانت دار اوسيدل (4): د خپلې شرمګاه حفاظت کول (5): سترګې ښکته ساتل (6): خپل لاسونه د ګناهونو نه بچ ساتل۔


 

 



[1]... مصنف ابن ابی شیبۃ، کتاب الفضائل، ما ذکر فی ابی بکر...الخ، جلد:7، صفحہ:473، حدیث:19۔

[2]... وسائلِ فردوس، صفحہ:53۔