Book Name:Jannat ki Zamanat

جیتنے دُنیا سکندر تھا چلا

جب    گیا    دُنیا    سے    خالی    ہاتھ  تھا([1])

خو قربان شم! د جَنَّت د ټولو نه خاص خبره دا ده چې د هٰغه ځائے نعمتونه عارضي نۀ دي، د خاص مودې د پاره نۀ بلکې د هميشه هميشه د پاره دي، نۀ به هلته مرګ راځي، نۀ به يو جَنَّتي چرته د جَنَّت نه ويستلے کيږي، نۀ به د يو ورکړے شوي نعمت نه محرومه کولے کيږي۔

د جَنَّت د ټولو نه اعلیٰ نعمت

رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: جَنَّتيان چې کله جَنَّت ته لاړ شي نو يو اعلان کوونکے به اعلان کوي: اے جَنَّتيانو! ستاسو د پاره د الله پاک يوه وعده ده، کومه چې به نن پوره کولے شي۔ جَنَّتيان به عرض وکړي: آيا الله پاک زمونږه تلې درنې نۀ کړې؟ آيا زمونږ مخونه يـې روښانه نۀ کړل، آيا مونږ يـې د دوزخ نه پۀ بچ کولو جَنَّت ته داخِل نۀ کړو، بيا اوس کومه وعده ده؟ بس رَبِّ کريم به د خپل وجهِ کريم نه پرده لرې کړي او جَنَّتيان به د رَبّ ديدار کوي۔ پۀ هٰغه ذات مې دې قَسم وي د کوم پۀ قبضه کښې چې زما ځان دے! جَنَّتيانو ته چې به څۀ عطا کولے شي، پۀ هغې کښې به د ټولو نه زيات محبوب نعمت هغوئي ته د رَبِّ کريم ديدار وي۔ ([2])

جَنَّت ته بوتلونکي اعمال

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا عظيم الشان جَنَّت۔۔۔!! داسې اعلیٰ نعمت۔۔۔!! چرته چې به خواهش پوره کيږي، تش نعمتونه به وي، تش ارام به وي، تش سکون به وي او د


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:709۔

[2]... مسلم، کتاب الایمان، باب اثبات رویۃ المؤمنین فی الآخرۃ...الخ، صفحہ:87، حدیث:181۔