Book Name:Jannat ki Zamanat

ټولو نه زيات دا چې هلته به د الله پاک ديدار نصيب کيږي۔ هٰغه جَنَّت ته د تللو د پاره به مونږ ته څۀ کول پکار وي؟ راځئ چې يو څو حديثونه واورو:

د الله پاک نه جَنَّت غواړئ!

پۀ حديثِ پاک کښې دي: کوم بنده چې د الله پاک نه درې کرته جَنَّت وغواړي، جَنَّت وائي: اللّٰهُمَّ أَدْخِلْهُ الْجَنَّةَ اے الله پاکه! دا جَنَّت ته داخِل کړې۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! جَنَّت څومره اعلیٰ نعمت دے۔۔۔!! او جَنَّت ته د رسيدو طريقه څومره اسانه ده؟ روزانه درې کرته د الله پاک نه د جَنَّت غوښتو عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! جَنَّت به مو نصيب شي۔

وہ تو نہایت سستا سودا بیچ رہے ہیں جَنَّت کا

ہم مفلس کیا مَوْل چکائیں اپنا ہاتھ ہی خالی ہے([2])

د سوال نه ځان ساتئ!

پۀ يو حديث شريف کښې دي: مَنْ ‌تَكَفَّلَ ‌لِي ‌أَنْ ‌لَا ‌يَسْأَلَ ‌النَّاسَ شَيْئًا، فَأَتَكَفَّلَ لَهُ بِالْجَنَّةِ څوک چې ما له د دې خبرې ضمانت راکړي چې د خلقو نه به څۀ نۀ غواړي، زۀ هغۀ له د جَنَّت ضمانت ورکووم۔ ([3])

حضرت ثوبان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، هغوئي چې د مالکِ جَنَّت، قاسِمِ نعمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا فرمان واوريدو نو د هغوئي عادت مبارک داسې شو چې که پۀ سورلۍ باندې به ناست وو او چابک به ترينه پريوتو نو هغوئي به چا ته د راوچتولو د پاره هُم نۀ


 

 



[1]... ترمذی، کتاب صفۃ الجنۃ، باب ما جاء فی صفۃ انہار الجنۃ، صفحہ:605، حدیث:2572۔

[2]... حدائق بخشش، صفحہ:186۔

[3]... ابوداؤد، کتاب الزکاۃ، باب کراہیۃ المسئلۃ، صفحہ:269، حدیث:1643۔