Book Name:Jannat ki Zamanat

دې حالت کښې دا مړ شو، ځکه به پۀ جَنَّت کښې هم هغه د زميدارې سوچ کوي۔

د دې نه معلومه شوه چې څوک پۀ دې دُنيا کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر پۀ ذوق او شوق سره کوي، د چا پۀ زړۀ کښې چې هر وخت د مدينے منورې يادونه وي، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار د پاره بے قراره  وي، د قيامت پۀ ورځ به پۀ جَنَّت کښې هم د هغوئي دغه سوچ وي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! عاشقانِ رسول به پۀ عشقِ رسول کښې خوشحاله راپاڅي۔ ([1])

 اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه څۀ ښکلي فرمائي:

روتے روتے گر پڑیں گے ان کے قدموں میں وہاں

روزِ محشر شافعِ محشر نظر جب آئیں گے

خُلد میں ہو گا ہمارا داخلہ اس شان سے

یارسولَ   اللہ کا   نعرہ   لگاتے   جائیں  گے([2])

د جَنَّتيانو حُسن او ښائست

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ جَنَّت کښې به هر يو ډير ښائسته او ښکلے وي، حضرت عکرمه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: پۀ جَنَّت کښې به هر يو کَس د 33 کالو ځوان وي، د هغوئي قد به د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د قدر همره 60 ګزه يعنې 90 فټه وي، ټول به ښکلي ځوانان وي، هغوئي ته به 70 حُلّے (يعنې جَنَّتي جوړې) اغوستے کيږي، هره حُلّه به 70 رنګونه بدلوي او د هغې حُسن او ښائست به داسې وي چې جَنَّتي به د خپلې ښځې پۀ مخ کښې او د هغۀ ښځۀ به د هغۀ پۀ مخ کښې خپل مخ ويني (لکه د هغوئي مخونه به د آئينې پۀ


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح، جلد:7، صفحہ:515 ماخوذًا۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:421۔