Book Name:Jannat ki Zamanat
ساتلے شي، د ټولو مسلمانانو د پاره دا ټول جَنَّتونه دي، لهذا د آيت مبارک مطلب دا شو چې جَنَّتونه به پۀ مسلمانانو باندې تقسيم شي (د چا اعمال چې څومره زيات وي، هغه به هٰغه همره پۀ اعلیٰ درجه کښې ساتلے شي)۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! جَنَّت ډير اعلیٰ مقام دے، پۀ دې کښې الله پاک د خپلو بندګانو د پاره داسې داسې نعمتونه جوړ کړي دي کوم چې نۀ د چا سترګو ليدلي دي، نۀ د چا غوږونو اوريدلي دي، نۀ د چا پۀ زړۀ کښې د هغې خيال تير شوے دے۔
جَنَّت د کوم څيز نه جوړ کړے شو؟
صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مونږ پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې عرض وکړو: یَارَسُوْلَ اللہ! يَا رَسُولَ اللَّهِ! مِمَّ خُلِقَ الْخَلْقُ؟ يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! جَنَّت د کوم څيز نه جوړ کړے شوے دے؟ اوئې فرمائيل: د اوبو نه۔ مونږ عرض وکړو: مونږ ته د جَنَّت د ودانۍ پۀ باره کښې خبر راکړئ! اوئې فرمائيل: د جَنَّت يوه خخته د سرو زرو، يوه د سپينو زرو ده، د دې مِلَاط يعني خَټه (د خختو انښلولو د پار پۀ مينځ کښې استعماليدونکے څيز) خوشبو دار مشک دي۔ د دې خاوره د زعفرانو ده، د هغه کاڼي د ملغلرو او ياقوتو دي، څوک چې جَنَّت ته داخل شي هغه به خوشحاله وي، چرې به هم نۀ مايوسه کيږي، پۀ جَنَّت کښې به هميشه اوسيږي، هغه له به چرې هم مرګ نۀ راځي۔ د هغۀ جامې به نۀ زړيږي او د هغه ځواني به چرې هم نۀ ختميږي۔ ([2])
پۀ يو حديثِ پاک کښې دي، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: