Book Name:Jannat ki Zamanat

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د وړومبۍ سيپارې، د سورۀ بقره د آيت: 25 د اوريدو سعادت حاصل کړو۔ پۀ دې آيت مبارک کښې د ايمان والؤ او نيک اعمال کوونکو له د جَنَّت زيرے ورکړے شوے دے۔

دا د قرآنِ کريم ښکلے انداز دے چې چرته غير مسلمه او مجرمان د دوزخ نه ويرولے کيږي، ورسره د ايمان والؤ او نيکانو خلقو ته د جَنَّت زيرے هم ورکولے کيږي، د دې آيت مبارک نه پۀ مخکښينو آيتونو کښې کافرانو ته د دوزخ وعيد ورکړے شو او وفرمائيلے شو چې اے غير مسلمو! اے هٰغه خلقو! کوم چې د قرآنِ کريم پۀ باره کښې شک کوي، يا خو دا دي چې تاسو د قرآنِ کريم پۀ شان کلام جوړ کړئ! او که جوړ يـې نۀ کړے شۍ او يقيناً چې تاسو به د دې پۀ شان کلام جوړ نۀ کړے شۍ نو د هٰغه دوزخ نه ويريږئ د کوم خَشاک چې انسان او کاڼي دي او هغه د کافرانو د پاره تيار کړے شوے دے۔ اوس پۀ دې آيت مبارک يعنې پۀ آيت نمبر 25 کښې ايمان والؤ ته، پۀ قرآنِ کريم باندې پوخ يقين لرونکو، د صاحبِ قرآن نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتينو غلامانو ته د جَنَّت زيرے ورکولے کيږي۔

د آيت مبارک مختصر وضاحت

اِرشاد دے:

وَ بَشِّرِ

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او زيرے واوروه۔

دا زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان دے، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نوم مبارک دے: بَشِير يعنې زيرے ورکوونکے نبي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم)۔ دلته چې کومه د مزې خبره ده، هغه دا ده چې جَنَّت د الله پاک دے، بندګان هم د هغۀ دي، عبادت هم د هغۀ کوي، کلام هم د هغۀ دے خو رَبِّ قدير خپلو بندګانو ته، د خپل