Book Name:Jannat ki Zamanat
ځائے کښې نۀ بلکې پۀ قرآنِ کريم کښې چې عام طور چرته هم زيرے ورکولے شي، نو هم دا دوه صفتونه ذِکر کيږي: (1): بندہ مؤمن وي (2): نیک عمل کوونکے وي۔ د دې نه معلومه شوه چې د ايمان قبلولو سره سره نيک اعمال کول، نـمونځونه کول، روژې نيول، زکوٰة ورکول، حج ادا کول، د مور او پلار ادب او احترام کول، پۀ تجارت کښې، کاروبار کښې، غرض چې د ژوند پۀ هره يوه معامله کښې پۀ شريعت پسې تلل ضروري دي۔
يو ځل د حضرت وَهب بن مُنَبِّه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې عرض وکړے شو: آيا کلمۀ طيبه د جَنَّت کُنجي نۀ ده؟ اوئې فرمائيل: ولې نه (بالکل ده) خو د هرې کُنجۍ غاښونه وي، که تۀ د هٰغه غاښونو نه بغير تالا کولاوهل کول غواړې نو تالا نۀ کولاويږي ۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے مثال دے يعنې کلمۀ طيبه کُنجي ده او نـمونځ، روژه، حج، زکوٰة وغيره عبادتونه د دې کُنجۍ غاښونه دي، لهذا که د دې کُنجۍ پۀ ذريعه د جَنَّت دروازه کولوهل غواړې * نو نـمونځونه به هم کوي * روژې به هم نيسې * که حج فرض وي نو هغه به هم ادا کوې * چې د زکوٰة شرطونه پوره شي نو زکوٰة به هم ورکوې * باقي فرائض او واجبات به هم پوره کوې * د ګناهونو نه به هم بچ کيږي ۔ بيا به چرته جَنَّت نصيب کيږي۔
الله پاک دې مونږ ته د اِخلاص سره د کلمۀ طيبه د لوستلو، د دې پۀ زړۀ کښې د ځائے کولو، د دې د تقاضو د پوره کولو او د دې مبارکې کلمې سره قبر ته د کوزيدو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم
خدایا بُرے خاتِمے سے بچانا پڑھوں کلمہ جب نکلے دم یاالٰہی!