Book Name:Jannat ki Zamanat
آيا جَنَّتيان به هم خوراک څښاک کوي۔۔۔؟
حضرت زيد بن اَرقم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل يو غير مسلمه کَس د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: اے ابو القاسِم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو څۀ فرمايۍ چې جَنَّتيان به خوراک څښاک کوي؟ اوئې فرمائيل: آؤ! پۀ هٰغه ذات باندې مې دې قَسم وي د کوم پۀ قبضه کښې چې زما ځان دے! بے شکه جَنَّتيانو ته به پۀ خوراک څښاک کښې د 100 نارينؤ همره طاقت ورکولے شي۔ دا يـې چې واوريدل نو هٰغه غير مسلمه پوښتنه وکړه: څوک چې خوراک ، څښاک کوي، هغه ته خو حاجت راپيښيږي او پۀ جَنَّت کښې هيڅ تکليف نشته۔ رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: پۀ جَنَّت کښې به قضائے حاجت بس هم دومره وي چې پۀ هغه به د مشکو پۀ شان خوشبو داره خوله راځي (او ټول خوراک به هضم شي)۔ ([1])
د جَنَّتي خوراک پۀ هره نمړۍ کښې به بيل خوند وي
پۀ روايتونو کښې دي: الله پاک به فرښتو ته فرمائي: زما پۀ دوستانو (يعنې پۀ جَنَّتيانو) خوراک وکړئ! بس هغوئي ته به د مختلفو رنګونو خوراکونه وړاندې کړے شي۔ جَنَّتيانو ته به د دې خوراک هره نمړۍ بيله بيله مزه ورکوي۔ کله چې دوئي ډوډۍ وخوري نو حکم به وشي: زما پۀ بندګانو باندې اوبه وڅښئ! بيا به مختلف قِسمه شربتونه وړاندې کړے شي، د کومو د هر ګوټ چې به بيل بيل خوند وي۔ ([2])
د کُن وئيلو طاقت به ورعطا کړے شي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې دُنيا کښې زمونږ د پاره د ټولو چې کومه لويه