Book Name:Jannat ki Zamanat
پۀ روايتونو کښې دي چې پۀ جَنَّت کښې به يو کَس پۀ ارام باندې ملاست وي، د خپلو شونډو خوزولو نه بغير به پۀ زړۀ زړۀ کښې سوچ کوي چې که اجازت ميلاؤ شي نو زۀ پۀ جَنَّت کښې زميداره وکړم۔ لا دا به پۀ زړۀ کښې سوچ کوي چې فرښتو به خپل موټې بند کړې وې او د دۀ خوا له به راورسي، سلام به وکړي، دا چې به فرښتے وويني نو وه به دريږي، فرښتے به وائي: تا پۀ زړۀ کښې ارمان وکړو، لهذا مونږ تخمونه راوړي دي۔ هٰغه بنده به تخم واخلي او پۀ زمکه کښې به يـې وَکري، (پۀ جَنَّت کښې خو خواري نشته،لهذا چي داڅنګه تخم وغورځوي نو) هٰغه وخت به د غرونو همره اوچت فصل راوټوکيږي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا جَنَّت دے۔۔۔!! پۀ جَنَّت کښې هر خواهش پوره کيږي، هر ارمان پوره کيږي، لکه څنګه چي مونږ پۀ دُنيا کښې پۀ اُميدونو ماتيدو، خواهشاتو، ارمانونو نۀ پوره کيدو خفه کيږو، پۀ جَنَّت کښې به داسې هيڅ نۀ وي بلکې ارام به وي، سکون به وي۔
يو اِيمان تازه کوونکے مَدَني ګل
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ روايت واوريدو چې پۀ جَنَّت کښې به انسان د زميدارې خواهش وکړي، پۀ دې ځائے کښې د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه ايمان تازه کوونکې نکته بيان کړې ده، هغوئي ليکلي دي چې خلق پۀ کوم حالت کښې ژوند کوي، پۀ هٰغه حالت کښې به مړه کيږي او پۀ کوم حالت کښې چې مړه کيږي، پۀ هٰغه حالت کښې به د قيامت په ورځ راپاڅي۔ دا کوم کَس چي پۀ جَنَّت کښې د زميدارې خواهش کوي، دا به پۀ اصل کښې هٰغه کَس وي کوم چې پۀ ژوند کښې زميداره کوله، د دۀ پۀ دُنيا کښې د زميدارې سره شوق وو، پۀ