Book Name:Jannat ki Zamanat
د صحابئ رسول حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: بے شکه پۀ جَنَّت کښې يو بازار دے، چرته چې به جَنَّتيان د هرې جُمعې پۀ ورځ باندې ځي۔ هلته به شمالي هوا لګي، کومه چې به د هغوئي پۀ مخونو او جامو کښې ځائے کيږي۔ د هغې پۀ ذريعه به د جَنَّتيانو حُسن او ښائست زياتيږي، کله چې به هغوئي خپلو کورونو ته واپس ځي نو د هغوئي کور والا به ورته وائي: وَاللهِ لَقَدِ ازْدَدْتُمْ بَعْدَنَا حُسْنًا وَجَمَالًا پۀ خُدائے مې دې قَسم وي! ستا حُسن او ښائست د مخکښې نه هم زيات شوے دے۔ ([1])
جَنَّتي نعمتونه د هميشه د پاره دي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د بنده چې کله يو نعمت نصيب شي، د هغۀ څۀ خواهش، څۀ ارمان پوره شي نو هغه ضرور خوشحاليږي خو که هٰغه نعمت، هٰغه خواهش د خاص مودې د پاره وي نو خوشحالي يـې نيمګړې پاتې شي۔ چا شاعر وئيلي وو:
وَصْل کی شِیْرِیْنی میں پنہاں فَصْل کی تلخی بھی ہے کم کم
تم سے ملنے کی بھی خوشی ہے، تم سے جُدا ہونے کا بھی غم
خواهش خو پوره شو، نعمت خو ميلاؤ شو، د دې خوشحالي پۀ خپل ځائے خو پۀ دې خوشحالۍ کښې د جُدايۍ غم هم شامل دے۔ يو ځل حضرت رابعه بصريه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها وفرمائيل: که يو کَس له ټوله دُنيا او څۀ چې پۀ دې کښې دي، هر څۀ ورکړې، بيا به هم هغه غريب وي۔ عرض وکړے شو: هغه څنګه؟ اوئې فرمائيل: ځکه چې دُنيا فاني ده (انسان که د ټولې دُنيا مالِک شي نو بيا به هم خالي لاسونه د دې ځائے نه ځي)۔ ([2])