Book Name:Jannat ki Zamanat
د يوې خبرې وضاحت کووم، مونږ له د جومات نه د کور جوړولو ترغيب راکړے شو، د دې هيڅکله هم دا مطلب نۀ دے چې مونږ د جومات سره داسې رويه اخيار کړو لکه څنګه چې د کور سره ساتو، نا۔۔۔!! نا، د جومات د تقدس، د دې ادب او احترام هر وخت لازمي ساتل ضروري دي، ډير داسې کارونه دي کوم چې مونږ پۀ کورونو کښې کولے شو خو پۀ جومات کښې يـې نشو کولے، لکه: د دُنيا خبرې، اخستل خرڅول، پۀ تيز اواز خبرې کول او خاندل وغيره، دا کارونه پۀ کور کښې خو کولے شې خو پۀ جومات کښې منع دي۔ ځکه جومات خپل کور ضرور جوړ کړئ، يعنې دې سره ډير ژور تړون ساتئ، زيات وخت پۀ جومات کښې تيروئ، پۀ جومات کښې زړۀ لګوئ او د دې سره سره د جومات د ادب او د احترام خيال هم هر وخت ساتئ۔
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او حضرت علي المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بهر تشريف راوړلو، چې اوئې کتل نو مخامخ حضرت ابو بکر او عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهما راروان دي۔ سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مخاطب کړو او اوئې فرمائيل: يَا عَلِيٌّ اَتُحِبُّ هٰذَيْنِ الشَّيْخَيْنِ؟ اے علي! آيا تۀ د دې دواړو شيخين سره محبت کوې؟ عرض يـې وکړو: آؤ جي! يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! اوئې فرمائيل: اَحِبَّهُمَا تَدْخُلِ الْجَنَّةَ يعنې د دې دواړو سره محبت کوه! تۀ به جَنَّت ته اورسې۔ ([1])