Book Name:Jannat ki Zamanat

بے شکه پۀ جَنَّت کښې يوه وَنه ده چې سورلۍ کوونکے (مثلاً پۀ اَس باندې سورلۍ کوونکے) د هغې پۀ سوري کښې 100کاله هم روان وي نو ختم به نۀ شي ([1]) او پۀ جَنَّت کښې داسې نعمتونه دي کوم چې نۀ يوې سترګې ليدلي دي، نۀ يو غوږ اوريدلي دي، نۀ پۀ يو زړۀ کښې د هغې خيال تير شوے ([2]) او پۀ جَنَّت کښې د يو چَابک برابر ځائے د دُنيا او څۀ چې پۀ دُنيا کښې دي، د ټولو نه بهتر دے۔ ([3])

جَنَّتيانو ته به تکليف نۀ وي

حضرت مجاهد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د جَنَّتي وَنو تَنې د سرور زرو دي، د هغې ښاخونه د زمرودو او د ياقوتو دي، د هغې پاڼې او ميوې ښکته رازوړندې دي، که خوړونکے پۀ ولاړه ميوه راشوکول غواړي نو هغۀ ته به مشقت نۀ وي، که پۀ ناسته يـې راشوکول غواړي نو هم به ورته تکليف نۀ وي او که پۀ ملاسته يـې راشوکول غواړي نو هم به هغۀ ته څۀ تکليف نۀ وي۔ ([4])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د جَنَّت۔۔۔!! رَبِّ کريم پۀ جَنَّت کښې صرف خوشحالي او ارام کيښودے دے تر دې پورې چې د جَنَّتي به د ونو نه د ميوو راشوکولو او د خوړلو اِراده وي نو پۀ ميوه راشوکولو کښې به ورته هم څۀ تکليف نۀ وي، انسان به ناست وي، پاڅيدو ته به يـې زړۀ نۀ کيږي او ميوه به هم خوړل غواړي نو داسې پۀ ناسته ناسته به هُم ميوې ميلاؤيږي، که هغه پۀ ملاسته ملاسته ميوه راشوکول غواړي نو هُم پۀ ملاسته ملاسته به ميوې ميلاؤيږي۔ يعنې چې جَنَّتي ته د يوې ذرې برابر هم تکليف وي، پۀ جَنَّت کښې د دې هډو تصور هم نشته۔


 

 



[1]... بخاری، کتاب  بدء الخلق، باب ما جاء فی صفۃ الجنۃ وانھا مخلوقۃ، صفحہ:832، حدیث:3251۔

[2]... مسلم، کتاب الجنۃ وصفۃ نعیمھا واہلھا، صفحہ:1087،  حدیث:2824۔

[3]... بخاری، کتاب  بدء الخلق، باب ما جاء فی صفۃ الجنۃ وانھا مخلوقۃ، صفحہ:832، حدیث:3250۔

[4]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، صفۃ الجنۃ وما اعد اللہ لاہلھا من النعیم، جلد:6 صفحہ:329، رقم:51۔