Book Name:Jannat ki Zamanat

کوي، څومره خلق خو داسې دي کوم چې هډو د نـمونځونو پروا هم نۀ کوي۔ الله پاک دې هغوئي له توفيق ورکړي او زمونږ پۀ حال باندې دې رحم وکړي، خير! څوک چې نـمونځونه کوي، د هغوئي هم دا حال دے چې راشي، نـمونځ وکړي او لاړ شي خو زمونږ د دُکان، زمونږ د کور سره زمونږ تعلق څنګه وي؟ د دې بالکل اُلټا۔۔۔!! لکه څنګه چې زمونږ پۀ کور کښې زړۀ لګي، داسې پۀ جومات کښې نۀ لګي۔ دا زمونږه حال دے خو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي؟ جومات خپل کور جوړ کړئ۔۔۔!!

لکه چې مونږ له دا تعليم راکړے کيږي چې مونږ کوم تعلق د خپل کور سره ساتو، لکه څنګه تړون چې مو د خپل کور سره دے، هم داسې تړون د جومات سره جوړ کړئ! د الله پاک نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام يو ځل خپلو حواريانو ته وفرمائيل: (اے حواريانو۔۔۔!! خپل) کورونه منزل (يعنې عارضي د اوسيدو ځائے) جوړ کړئ! او جوماتونه خپل مستقل اوسيدو ځائے جوړ کړئ۔۔۔!! ([1])

لهذا د زيات نه زيات وخت پۀ جومات کښې د تيرولو عادت جوړ کړئ! * تر څو پورې چې پۀ جومات کښې د اعتکاف پۀ نيت سره يۍ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د نيکو ميټر به روان وي * د شيطان نه به هم پۀ حفاظت کښې يۍ * تر څو پورې چې پۀ جومات کښې يۍ نو د فضول کارونو نه به هم بچ يۍ * مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د جومات فضا د ايمان د پاره ډيره فائده منده ده (چې دې سره ايمان مضبوطيږي)  ([2]) * حضرت سعيد بن مُسَيَّب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بنده چې تر څو پورې پۀ جومات کښې وي، فرښتے د هغۀ د پاره د بخښنې دُعاګانې کوي۔ ([3]) سُبْحٰنَ اللہ!


 

 



[1]... تاريخ مدینہ دمشق، عیسیٰ بن مریم، رقم:5519، جلد:47، صفحہ:423۔

[2]... تفسیرِ نعیمی ، پارہ:2، البقرہ، زیرِ آیت: 153، جلد:2 ، صفحہ:82 بتغیر قلیل۔

[3]... تَنْبِیْهُ الْمُغْتَرِّین، الباب الثالث من جملۃ اخری من الاخلاق، صفحہ:137۔