Book Name:Jannat ki Zamanat

پريشاني ده، هغه دا ده چې زمونږ د خواهشاتو حدونه مقرر کړے شوي دي، دلته مونږ خپله خوښه نشو کولے، بعضې وخت يو وړوکے شان خواهش وي، انسان د هغې د پاره ټول ژوند محنت کوي خو بيا يـې هم خواهش نۀ پوره کيږي، دا څۀ دي؟ زمونږ د خواهشاتو حدونه مقرر کړے شوي دي، دلته زمونږ هر خواهش، هر ارمان، هره خوښه نۀ پوره کيږي خو پۀ جَنَّت کښې به پۀ جَنَّتيانو باندې کرم وي، پۀ روايتونو کښې دي: جَنَّتيان چې کله جَنَّت ته لاړ شي نو يوه فرښته به د دوئي خوا له راشي او دوئي ته به سلام وکړي او دوئي له به د رَبِّ کريم يو خط ورکړي۔ پۀ دې خط کښې به ليکلے شوي وي: هٰغه خُدائے کوم چې حیّ و قيُّوم دے، کوم له چې به چرې هم مرګ نۀ راځي، د هغه د طرف نه د هٰغه جَنَّتيانو پۀ نوم باندې پيغام پۀ کومو به چې چرې هم مرګ نۀ راځي۔ اَمَّا بعد..!! بے شکه زۀ چې څۀ څيز ته کُن ووايم نو هغه کيږي۔ د اوس نه تاسو له هم دا طاقت درکړے کيږي چې تاسو کوم څيز ته کُن (يعنې وَشه) وايۍ، هغه به کيږي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا څومره عظيم نعمت دے کوم چې به جَنَّتيانو ته عطا کولے شي۔۔۔!! جَنَّتيان چې به څۀ غواړي، بس کُن به وائي نو خواهش به يـې پوره کيږي۔ د روايتونو مطابق جَنَّتي چې به کله خوراک کول غواړي، هغۀ ته به خوراک ميلاؤيږي، کله چې څۀ څښل غواړي، هغۀ ته به اوبۀ، پۍ، شات، شربت ميلاؤيږي، تر دې پورې چې جَنَّتي الوتونکې مرغۍ وويني او که هغه خوړل غواړي نو هٰغه مرغۍ به فوراً پخه شي او د هغۀ مخې ته به راشي۔ ([2]) غرض دا چې جَنَّتي پۀ جَنَّت کښې څۀ هم غواړي، هغه به بيامومي، د هغۀ د وړوکي نه وړوکے او د لوئي نه لوئي خواهش به نيمګړے نۀ پريښودے کيږي۔


 

 



[1]... الانسان الکامل، الانسان الکامل حامل السر...الخ، صفحہ:15۔

[2]... بہارِ شریعت، جلد:1، صفحہ:155-156، حصہ:1 خلاصۃً۔