Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani
اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالــسَّـلَامُ عَـلٰـی خَاتَمِ النَّبِیِّيْنط
اَمَّا بَـعْدُ فَـاَعُوْذُ بِـالـلّٰـهِ مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِط بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمط
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)
د حضرت عَبدُ الرَّحمان بن عَوف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دےچې نبي کريم، رَءُوفٌ رَّحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ځل بهر تشريف راوړو نو زۀ هم پۀ هغوئي پسې وروستو وروستو ورروان شوم، هغوئي يو باغ ته لاړل او سجدې له يـې تشريف يوړو، هغوئي سجده دومره اوږده کړه چې ما سره ويره شوه چې هسې نه چرته الله پاک د هغوئي رُوح مبارک نۀ وي قبض کړے نو زۀ د هغوئي خوا ته ورنزدې شوم او پۀ غور مې وکتل۔ هغوئي خپل سر مبارک راوچت کړو او اوئې فرمائيل: اے عبد الرحمانه! څۀ وشو؟ ما پۀ جواب کښې خپله ويره ښکاره کړه، نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: جبريلِ امين (عَلَیْهِ السَّلَام) ما ته ووئيل: آيا تاسو دا خبره نۀ خوشحالوي چې الله پاک فرمائي: څوک چې پۀ تاسو باندې درود لولي، زۀ به پۀ هغۀ باندې رحمت نازلووم او څوک چې پۀ تاسو باندې سلام راليږي زۀ به پۀ هغۀ باندې سلامتيا نازلووم۔ ([1])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد