Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani
کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د محبت جامونه څښل غواړئ نو د عاشقانِ رسول د دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ، د دې ماحول پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! تاسو د سُنَّتو پابند جوړ شئ، ستاسو پۀ ذِهن کښې به د سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د مدينے منورې يادونه کښيني او ستاسو به د خپل اخرت د ښه کولو فِکر نصيب شي۔
پۀ خپل ځان کښې د فکرِاخرت د جذبې پيدا کولو د پاره د اميرِ اهلِسُنَّت، مولانا محمد اِلياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه کتابونه او رسالې او تحريري بيانونه ډير فائده مند دي لهذا تاسو د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه کتابونه او رسالې او تحريري بيانونه ډاؤن لوډ کړئ، پخپله يـې هم ولولئ او نورو ته هُم ترغيب ورکړئ.
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک جوړيدو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او پۀ نيکو باندې د استقامت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تنظيم دعوتِ اِسلامي دِيني ماحول ته راشئ او د ذيلي حلقے پۀ پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه ډيره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره خيرونه به درنصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار دے: د نيک اعمال د رسالې نه روزانه جائزه اخستل۔
* د ځان د اصلاح او د شيطان نه د بچ کيدو بهترينه طريقه هم دا ده چې مونږ د خپلو عادتونو، خپل کردار او د خپلو اعمالو جائزه اخلو۔ پۀ اوسني وخت کښې اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د خپل ځان د جائزې اخستو اسانه طريقه ښودلې ده: رساله نيک اعمال * د زيات عمر اسلامي وروڼو د پاره پۀ نيک اعمال رساله کښې 72 سوالونه او جوابونه ليکلے شوي دي * د هر سوال نه لاندې 30 خانې دي