Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani
* هره ورځ د سوال لوستلو سره خپله جائزه اخستل دي او خانے ډکول دي * د ښه اِسلامي ژوند تيرولو بهترينه نسخه ده * د دې پۀ ذريعه پته نه لګي چې د څومره خلقو اصلاح شوې ده۔
تاسو هم دا رساله واخلئ! د نيک اعمال مطابق هره ورځ خپله جائزه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيره فائده به در نصيب شي * اخلاق به مو ښه کيږي * کردار به مو ښه شي * عادتونه به مو ښه شي * پۀ نيکو باندې به مو استقامت نصيب شي * د ګناهونو نه به مو نفرت شي * زړۀ به مو روښانه شي * د الله پاک محبت به مو نصيب شي * عشق رسول به زيات شي * روحانيت به ميلاو شي او * د آخرت فکر به مو نصيب شي۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
يو اِسلامي ورور وائي چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زما د نيک اعمال سره محبت دے او د دې پۀ ذريعه روزانه خپله جائزه اخستل زما معمول دے۔ يو ځل زۀ د دعوتِ اِسلامي پۀ مَدَني قافله کښې د عاشقانِ رسول سره د بلوچستان صوبې (پاکستان) پۀ سفر ووم۔ هٰغه وخت پۀ ما ګنهګار باندې کرم وشو۔ داسې وشول چې زۀ کله د شپې اودۀ شوم نو بخت مې رابيدار شو، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوب کښې تشريف راوړلو، اوس لا پۀ جلوو کښې ورک ووم چې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد وه فرمائيلو څوک چې پۀ مَدَني قافله کښې روزانه د نيک اعمال رسالې نه خپله جائزه اخلي زۀ بۀ هغوئي د ځان سره جنَّت ته بوځم۔
شکریہ کیوں کر ادا ہو آپ کا یا مصطفیٰ کہ پڑوسی خُلد میں اپنا بنایا شکریہ
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد