Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani

د يو سيټھ ناڅاپي مرګ

ډيره پخوانۍ خبره ده چې د يو سيټھ خوا له د مال اخستو د پاره د امريکې نه يو ډير لوئي سوداګر راغلو، سيټھ د هغۀ پۀ راتلو دومره خوشحاله شو چې هغۀ ته د زړۀ دوره وشوه او هغۀ هم هلته وفات شو۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې کله څوک مالداره د دُنيا نه رخصت شي نو پۀ اخبارونو کښې د هغۀ پۀ نوم سره تعزيتي پيغامونه چاپ کولے کيږي او د هغۀ پۀ ياد کښې پۀ مختلفو ځايونو کښې تعزيتي جلسې کولے شي خو پۀ حقيقي معنو کښې د هغۀ سره همدردۍ کولو والا ډير کم وي۔ عام طور د لاس نيوې نه مقصد هم دا وي چې د وفات شوي مالداره کَس اولاد خوشحاله شي د پاره د دې چې پۀ اسانه پرې خپل کارونه ويستلے شي، نو داسې ګڼ خلق صرف د دُنيا د فائدې د پاره لاس نيوه کوي۔

آه! دُنيا ډيره بے وفا او مطلبي ده، ځکه د الله پاک او د هغۀ د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره محبت وکړئ ګنې د دُنيا دارو سره د محبت پۀ بدله به درته هيڅ هم په لاس  رانشي۔ که تاسو د چا سره دوستي کول غواړئ نو د الله پاک د رضا د حاصلولو د پاره يـې وکړئ او که د مخکښې نه مو د چا سره دوستي وي نو سوچ وکړئ چې هٰغه دوستي د الله پاک د رضا د پاره ده که نه د څۀ بل مقصد د پاره ده؟ چرته دې د پاره خو نۀ ده چې دوست پۀ تاسو باندې ښه ډير مال لګوي يا د هغۀ رنګ او کړۀ وړۀ پۀ تاسو ښه لګي يا درته لطيفې کوي او ستاسو زړۀ خوشحالوي وغيره وغيره۔ که تاسو د چا سره دې د پاره دوستي کړې وي  چې هغوئي تاسو ته دِين ښائي، پۀ سُنَّتو باندې د عمل کولو ترغيب درکوي، د سحر د نـمونځ د پاره مو راپاڅوي نو داسې دوستي مرحبا! خو افسوس چې اوس ډير خلق د ذاتي فائدې پۀ وجه دوستي کوي۔ آه! مرګ د خوږې نه خوږه دوستي ختموي او بعضې وخت د يو بل سره ډيره خوږه دوستي کوونکي مخکښې وروستو پۀ لږه موده کښې د مرګ ښکار شي او د دُنيا نه رخصت شي۔ پۀ دې باره کښې د عبرت نه ډکه يوه واقعه واورئ!