Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani

نورو سره هم شيئر (Share) کړي! * مکتبۃُ المدینہ د اعلٰی حضرت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ورور مولانا حسن رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د کربلا د واقعې په باره کښې په صحيح او ساده انداز کښې په معلوماتو مشتمل کتاب ”آئينه قيامت“ د شائع کولو سعادت حاصل کړے دے. تاسو دا کتاب د مکتبۃُ المدینہ د هر شاخ نه په 100 روپۍ په قيمت حاصل کړئ، پخپله يـې هم ولولئ! او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                                                                               جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د رانجو پورې کولو سُنَّت او آداب

د آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ ټولو رانجو کښې بهترين رانجه اِثمد دي ځکه چې دا نظر روښانه کوي او باڼه راټوکوي۔ ([2])     

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د کاڼي د رانجو پۀ استعمالولو کښې هيڅ باک نشته او * تور رانجه يا کَجَل د ښائسته کيدو پۀ نيت سره د نارينوو د پاره پورې کول مکروه دي او که چرې ښائست مقصد نه وي نو بيا مکروه نه دي * رانجه د شپې د اوده کيدو پۀ وخت پورې کول سُنَّت عمل دے * د رانجو پورې کولو د 3 نقل شوو طريقو خلاصه ستاسو پۀ خِدمت کښې وړاندې کوو: (1): کله پۀ دواړو سترګو کښې 3، 3


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]... ابن ماجہ، کتاب: الطب، باب: الکحل بالاثمد، صفحہ:566، حدیث:3497۔