Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani

کښې د عبرتناک مرګ ښکار شو۔ الله پاک دې هٰغه ځلمے وبخښي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

د ګنهګارو مسلمانانو سره همدري

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ معاشره کښې نيک او بد هر قِسمه خلق موجود دي ځکه مونږ له د نيکانو خلقو سره سره د ګنهګارانو مسلمانانو سره هم همدردي پکار ده بلکې ځان ګنهګار ګڼل او عاجزي اختيارول پکار ده چې هم دغه زمونږه د اسلافو (يعنې د مخکښينونيکانو خلقو) طريقه ده۔ زمونږه بزرګانِ دِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم به د الله پاک د نيک او مخلصه بندګانو کيدو باوجود ځان ګنهګار ګڼلو او ښه ډيره عاجزي به يـې کوله۔

زما نه څوک هم نشي مخکښې کيدے

حضرت مالِک بن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: که څوک د جومات پۀ دروازه کښې ودريږي او اِعلان وکړي چې پۀ تاسو کښې څوک د ټولو نه خراب دے هغۀ دې بهر ووځي نو پۀ خُدائے مې دې قَسم وي چې زما نه مخکښې به څوک نه ووځي خو دا چې څوک د خپل طاقت پۀ وجه يا پۀ منډه کښې زما نه مخکښې شي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! د حضرت مالِک بِن دِينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره عاجزي وه! د بزرګانو داسې واقعات دې د پاره بيانولے کيږي چې زمونږ پۀ شان ګنهګاران مسلمانان ترينه عبرت حاصل کړي، زمونږ د ځان نيک ګڼلو پۀ شان خوش فهمي لرې شي او زمونږ د خپل روښانه مستقبل د ارمان سره سره د خپل قبر د روښانه کولو فِکر هم نصيب شي۔ پۀ معاشره کښې ليدلے کيږي چې د ډيرو خلقو سره د خپل اخرت هيڅ پروا نۀ وي تر دې پورې چې پۀ دې باره کښې د سوچ کولو او پۀ دې موضوع باندې د خبرو اترو کولو يا اوريدو د پاره هم تيار نۀ وي۔


 

 



[1]...         احیاءالعلوم،کتاب ذم الکبر والعجب،بیان فضیلۃ التواضع،جلد:3، صفحہ:420 ۔