Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani

مستقبل پۀ فِکر کښې اخته مور او پلار چې خپل کوم بچے د دِيني ماحول نه لرې کوي نو هم هٰغه بچے د څۀ پيښې يا بيمارۍ ښکار شي او عين هم پۀ ځوانۍ کښې د دې فاني دُنيا نه رخصت شي۔ دې لړ کښې يوه عبرتناکه واقعه واورئ۔

  د فوډ پوائزن پۀ وجه د يو ځلمي مرګ

يو 15 يا 17 کلن ځلمي د دعوتِ اِسلامي پۀ وړومبي مَدَني مرکز جامع مسجد ګلزارِ حبيب(کراچۍ) کښې د رَمَضَانُ المُبَارَک شريف د اخرۍ عشرې د اِعتکاف سعادت حاصل کړو، د کوم پۀ برکت چې به هغۀ پۀ هفته واره د سُنَّتو اجتماعاتو کښې شرکت کولو او هغۀ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلے سُنَّت عمامه شريف هم پۀ سر کوله۔ پۀ دې ليدلو د روښانه مستقبل فِکر کوونکو مور او پلار ته د خپل بچي مستقبل تيارۀ پۀ نظر راغلو، کيدے شي چې هغوئي سوچ کړے وي چې زمونږه بچي خو عمامه پۀ سر کړه، اوس هسې نۀ چې ګيره پريږدي او مُلا جوړ نۀ شي ځکه مور او پلار هغۀ د سُنَّتو اِجتماعاتو کښې د شرکت کولو نه منع کړو۔ هٰغه ځلمي چې اونۀ منله نو هغۀ يـې ښه ووهلو تر دې پورې چې ظلمونه کله د حد نه زيات شو نو خوار حوصله بائلله او د ويرې د وجهې نه يـې د دعوتِ اِسلامي د سُنَّتو پۀ اِجتماع کښې شرکت پريښودو۔ ظاهره ده چې بنده کله د ښه ماحول نه لرې شي نو د نـمونځونو نه هم لرې شي، افسوس چې هٰغه خوار هم د نـمونځونو نه لرې شو۔ تقريباً يو کال هٰغه ځلمے د دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول نه لرې وو او بيا يوه ورځ هغۀ څۀ خوراک وکړو نو هغۀ ته فوډ پوائزن (FOOD POISON) وشو، د کوم پۀ وجه چې د هغۀ حالت پۀ ورو ورو خرابيدل شروع شو تر دې پورې چې هغۀ د پاکستان پۀ يو ګران هسپتال کښې داخل کړے شو۔

د هغوئي د کور نه (اميرِ اهلِ سُنَّت مولانا الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه) ته جواب وشو چې زمونږه ځوي تاسو ډير يادوي۔ (اميرِ اهلِ سُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ارشاد فرمائي:) چې