Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani

پۀ ذِهن کښې دا خبره راشي چې دا خو پۀ سوونو کاله پخوانۍ او زړه  واقعه  ده نن سبا داسې چرته کيدےشي؟ راځئ چې يو څو کلونه مخکښينۍ واقعه واورو او پۀ ځان کښې د اخرت فِکر پيدا کړو! يو څو کاله مخکښې پۀ يو اخبار کښې داسې خبر راغلے وو چې

سره د ناوې او د واده د ځلمي ټول جنج ډوب شو

پۀ بنګله ديش کښې يو جنج د ميمن سنګھ نه د وادۀ د رسمونو ادا کولو نه پس پۀ کشتۍ کښې ناست وو او واپس راتللو چې ناڅاپه يو طوفاني چپه راغله او هٰغه کشتۍ يـې اُلټا کړه، پۀ کومه کښې چې د ناوې او د وادۀ د ځلمي سره سره 15 تنه ډوب شول او مړۀ شول۔

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! هيڅ کله هم دا سوچ مۀ کوئ چې مخکښې به پۀ ودونو کښې د عبرت نه ډکې واقعې کيدلې او اوس نۀ کيږي، د جنج د ډوبيدو واقعه يو څو کاله مخکښينۍ ده۔ وګورئ! د چا چې وادۀ وي هغۀ خپله وادۀ ته ډير خوشحاله وي او د وادۀ د رسمونو ادا کولو نه پس چې کله جنج واپس راځي نو د وادۀ د ځلمي خوشحالي نوره هم زياته شي، آه! پۀ دې خوشحالۍ کښې جنج واپس راتلو چې ناڅاپه د مرګ يوې څپيړې د وادۀ ځلمے، ناوې او جنج د هميشه د پاره د مرګ پۀ خوب اوده کړۀ، د هغوئي خوشحالۍ يـې ختمې کړې او د هغوئي پۀ ټولو ارمانونو يـې اوبۀ واړولې۔

چې بوډاګان شو نو عبادت به وکړو

د نن سبا ځوانان پۀ دې غلط فهمۍ کښې دي چې اوس خو لا مونږه ځوانان يو چې کله بوډاګان شو نو بيا به * نـمونځونه کوو * د عبادت د پاره به پۀ جومات کښې پراتۀ يو * تسبيحات به کوو * اوس د سحر پۀ نـمونځ کښې سستي کيږي نو چې بوډاګان شو نو تهجد به هم ادا کوو، داسې به پۀ بوډا والي کښې ښه ډير عبادت وکړو او پۀ ځوانۍ کښې د شوو بے خيالو او غفلتونو کمے به پوره کړو۔