Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د ژوند حقيقي مقصد بينک بيلنس جوړول نۀ دي بلکې د عبادت پۀ ذريعه د الله پاک رضا حاصلول او د اخرت د پاره ثواب ګټل دي۔ کومو خلقو چې بينک بيلنس جوړ کړو او د دُنيا نه رخصت شو هغه د هغوئي پۀ څۀ کار راغلل ؟ زمونږه بزرګانِ دِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم به د دې ويرې نه مال نۀ جمع کولو چې هسې نه چرته داسې وشي چې د دُنيا نه د رخصتيدو نه پس زمونږه بچي زمونږه د جمع کړے شوي مال پۀ ذريعه پۀ ګناهونو کښې اخته نشي او مونږه د ګناهونو پۀ معامله کښې د هغوئي مددګار اونۀ شميرلے شو۔
د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله د ظاهري وصال وخت راغلو نو خلقو عرض وکړو: که د خپلو بچو د پاره دې څۀ پريښودي وو نو ښه به وه۔ عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ارشاد وفرمائيلو: که زما بچي ګنهګاران وي نو زۀ د هغوئي د پاره پۀ مال پريښودو د هغوئي پۀ ګناهونو باندې مدد کوونکے جوړيدل نۀ غواړم او که زما بچي نيکان وي نو هغوئي ته زما د دولت حاجت نشته، الله د هغوئي د پاره کافي دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تاسو وکتل چې زمونږه د اسلافو (د مخکښينو نيکانو بزرګانو) به څنګه مَدَني سوچ وو، خو زمونږه سوچ د دې نه اُلټا دے؟ مونږه د خپل بينک بيلنس زياتولو د پاره ښه دروغ وايو، رشوتونه اخلو، يو بل له دوکه ورکوو او د ملاؤټ مال خرڅوو او بيا د داسې جمع کړے شوي مال سره اخر کښي څۀ کيږي؟ دا چې داسې مال د اخرت د وبال ذريعه جوړيږي او يوه ورځ بنده هغه پريږدي او ناڅاپه د دُنيا نه رخصتيږي۔ نو