Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani
کولو تلقين کوئ؟ * چې تاسو پخپله د نـمونځونو پابندي نۀ کوئ او د سحر د نـمونځ پۀ وخت پۀ بستره کښې اودۀ پراتۀ يۍ نو خپل بچي به د نـمونځونو پابند څنګه جوړوئ؟ * که تاسو پخپله سګريټ څښۍ او ځوي منع کوئ نو ځوي به سوچ کوي چې بابا خو پخپله پۀ ښۀ خوند سګريټ څښي خو ما منع کوي، که هر څنګه وي خو پۀ دې کښې څۀ ښه خوبي شته، بيا به هغۀ پۀ کوڅو کښې پۀ پټه سګريټ څښي۔
ياد ساتئ چې پۀ کوم نصيحت باندې پلار پخپله عمل کوي نو د هغې اثر به پۀ ماشومانو باندې هم کيږي او پۀ کوم نصيحت باندې چې هغۀ پخپله عمل نۀ کوي نو پۀ بچو باندې به هم د هغې څۀ اثر نۀ کيږي۔ وګورئ که تاسو د بچو پۀ مخکښې نـمونځ کوئ نو بيا که تاسو هغوئي ته د نـمونځ کولو نۀ وايۍ نو هم به هغوئي تاسو ته پۀ کتلو نـمونځ کول شروع کوي او پۀ هٰغه انداز کښې به رکوع او سجدې کوي پۀ کوم انداز کښې چې يـې تاسو کوئ۔
پۀ نـمونځ کښې خُشُوع وخُضُوع
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! زمونږه بزرګانِ دِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم د نـمونځ کولو حق ادا کړے،خو مونږ له د هغوئي پۀ شان نـمونځونه کول چرته راځي؟ افسوس چې د هغوئي پۀ شان خُشُوع و خُضُوع زمونږه پۀ نـمونځونو کښې چرته ده؟ مونږه چې کله نـمونځ شروع کړو نو زمونږ ذِهن ته قِسما قِسم سوچونه راځي مثلاً * زر زر نـمونځ کوم ځکه چې پۀ دکان کښې به ګاهک انتظار کوي * دغه شان مونږه پۀ نـمونځ کښې دا سوچ هم کوو چې پۀ واپسۍ کښې مونږ ته د دُکان نه فلانکے څيز اخستل دي يا د فلانکي دکاندار قرض ورکول دي بيا به د هغۀ پۀ مخه باندې څنګه تيريږم؟ ځکه به په بدله لاره کور ته ځم وغيره وغيره۔ غور وکړئ چې داسې قِسمه خيالونه پۀ نـمونځ کښې راځي نو مونږه به څنګه خُشُوع و خُضُوع حاصله کړو؟