Book Name:Dhal Jaaye Gi Yeh Jawani

د خوږې دوستۍ لرونکو 2 وروڼو مرګ

حضرت علّامه جَلالُ الدِّين سُيُوطي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل کوي: د 2 وروڼو د يو بَل سره ډيره خوږه دوستي وه، مشر ورور يـې چې اَصفَهَان ته لاړو نو کشر ورور يـې وفات شو۔ چې کله يـې مشر ورور د اصفهان نه راواپس شو نو ډير خفه شو او هره ورځ به هديرې ته تللو تر دې پورې چې 7 مياشتې هم داسې تيرې شوې۔ يو ځل د معمول مطابق د خپل ورور قبر ته لاړو نو هغۀ د هديرې پۀ خاموشۍ کښې يو غيبي اواز واوريدو کوم چې د عربۍ يو شعر وو:

‌يَا ‌أَيُّهَا ‌الْبَاكِي ‌عَلَى ‌غَيْرِهِ                                                                                                         نَفْسَكَ أَصْلِحْهَا وَلَا تَبْكِهِ

إِنَّ الَّذِي تَبْكِي عَلَى أَثَرِهِ                                                                                                     تُوشِكُ أَنْ تَسْلُكَ فِي سِلْكِهِ

ترجمه: اے د بَل پۀ [مرګ] ژړيدونکيه! پۀ دۀ باندې مۀ ژاړه د خپلې اِصلاح فِکر وکړۀ! تۀ د خپل ورور د پاره ژاړې حالانکې ډير زر به تۀ هم د هغۀ پۀ صف کښې شامل شې (يعنې ډير زر به ستا نوم هم د مړو پۀ لسټ کښې راشي او تا ته به هم مرحوم وئيلے کيږي)۔

چې مشر ورور يـې دا اواز واوريدو نو پۀ هغۀ باندې غونے ځيګ ځيګ شو او هغۀ کور ته واپس راغلو، بيا درې ورځې پس هغۀ هم وفات شو او هغۀ د خپل ورور پۀ خوا کښې خاورو ته وسپارلے شو۔ ([1])

اے کاش چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ عشق کښې زمونږه ساه لاړه شي! پۀ دې باره کښې د يو عاشقِ رسول ځوان  د مرګ ايمان تازه کوونکې واقعه واورئ! او د هغۀ پۀ قِسمت باندې رشک وکړئ۔

د يو ځلمي  قابلِ رشک  مرګ

اميرِ اهلِسُنَّت، مولانا محمد الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه فرمائي: يو ځل زۀ پۀ مسجدِ نبوي شريف کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قدمونو  


 

 



[1]... مکاشفۃ القلوب، باب زیارة القبور...الخ، صفحہ:218 ملخصاً۔